سپین لاروی
سپین لاروی
February 28, 2025 at 07:18 AM
> *#لوی_عقاب_ومړ!* *کله چې په ( ۱۴۸۱ م ) کې سلطان محمد الفاتح مړ شو، د هغې زمانې پاپ درې ورځې د خوشحالۍ جشن اعلان کړ، له خولې ووتل: خوشحاله شئ چې نن هغه لوی عقاب ومړ! د لوی فاتح مړېنه دوی تۀ د اختر په څير وه.* *په ( ۲۰۲۳ م ) کې پاپ فرانسس د اتاترک موزيم ته لاړ، د اتاترک قبر ته ودريد او د دعا لاسونه يې ورته لپه کړل.* *سړی حيران شي ډير لويديځوال سياسي او ديني خلک ترکيه ته راځي يوه هم د محمد الفاتح قبر ته د دعا لاس پورته نه کړ او ټول په اتاترک پسې مړه دي.* *هو، له دې معلوميږي چې اتاترک د لويديځ خوبونه رښتيا کړل، هغه خلافت چې دوی په پنځه پيړيو کې مات نه شو کړی، اتاترک ورته په لږه موده کې مات کړ.* *د لويديځ خلکو ته خپل غلامان په مړېنه هم ګران دي. د غلامۍ او خيانت په اړه زموږ تصور هم بدل شوی دی، پخوا به د غلام قبر په ډبرو ويشتل کېده، نن يې له دې کبله احترام کوو چې نور خلک پرې رضا کړو.* *عربو د ابو رعال قبر په ډبرو ويشته، چا ويلي دا هغه سړی دی چې ابرهه ته يې د کعبې لار ښوده او د خپل عربي دين سره خيانت وکړ.* *زموږوالو خو د اتاترک قبر په ډبرو ونه ويشته. زموږ تصور هم غلام شوی دی، که هغوی فزيکي بڼه غلامان و دا بايد ومنو چې موږ په فکري بڼه غلامان يو.* *زموږ د سر قاتل هم د احترام وړ شو، ډير لوی او واړه شرکتونه او علمي، صنعتي فابريکې ددې غلامانو په نوم شوې چې راتلونکی نسل مو د غلامۍ فکر واخلي، موږ د خپل فاتحينو قبرونو ته هم خجالته يو.*
😢 4

Comments