د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University
February 15, 2025 at 09:17 AM
"د علمي څېړنو لپاره د موادو راټولولو او تحلیلولو" ورکشاپ دائر شو
د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي محصلینو ته د علمي څېړنو لپاره د موادو راټولولو او تحلیلولو اړوند ورکشاپ دائر شو. په دې ورکشاپ کې د Kobo Toolbox په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. Kobo Toolbox یوه قوي او وړیا وسیله ده چې زیاتره په علمي څېړنو، بشردوستانه پروژو او غیر دولتي سازمانونو کې د معلوماتو راټولو او تحلیل لپاره کارول کېږي.
د ورکشاپ اصلي موخه دا وه چې محصلین په نوموړې وسیله د پوښتنلیک جوړولو، معلوماتو راټولو او تحلیلولو مهارتونه زده کړي. له دې لارې به د هغوی پوهه په علمي څېړنو او پروژو مدیریت کې پراخه شي او دوی به وکولی شي دغه مهارتونه په راتلونکي کې په خپل مسلکي ژوند کې وکاروي.
* * * * * *
ورکشاپ "جمع آوری و تحلیل مواد برای تحقیقات علمی" برگزار شد
برای محصلین پوهنځی زراعت پوهنتون کابل ورکشاپ در مورد جمع آوری و تحلیل مواد برای تحقیقات علمی برگزار گردید. در این ورکشاپ معلومات همه جانبه در مورد Kobo Toolbox ارائه شد. Kobo Toolbox یک وسیله قدرتمند و رایگان است که بیشتر در تحقیقات علمی، پروژه های بشردوستانه و سازمان های غیردولتی برای جمع آوری و تحلیل معلومات استفاده میشود.
هدف اصلی ورکشاپ این بود که محصلان مهارت های لازم در زمینه ساخت پرسشنامه، جمع آوری و تحلیل معلومات را با استفاده از این وسیله بیاموزند. از این طریق دانش آن ها در زمینه تحقیقات علمی و مدیریت پروژه ها گسترش یافته و خواهند توانست این مهارت ها را در آینده مسلکی خود به کار ببرند.
تاریخ:شنبه
۲۷ دلو ۱۴۰۳ هـ ش
۱۶ رجب ۱۴۴۶ هـ ق
❤️
👍
16