
د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University
5.1K subscribers
About د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University
د کابل پوهنتون رسمی خبري چینل فالو کولو سره تاسې د دې ادارې له کړنو، راپورونو، خبرتیاوو لومړي مرتبه معلومات ترلاسه کولی شئ!
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

ملي او نړیوالو ژورنالونو ته د علمي مقالو لیکلو اړوند اته ورځنی ورکشاپ دائر شو د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادانو ته په دې اته ورځني تخنیکي ورکشاپ کې د مؤثر درسي بهیر وړاندې کولو، د علمي مقالو لیکلو په تخنیکونو او دغه راز ملي او نړیوالو ژورنالونو ته د علمي مقالو د چمتو کولو او خپرولو څرنګوالي په برخو کې د پوهنتون مسلکي ترینرانو له لوري هر اړخیز معلومات ورکړل شول. د ورکشاپ موخه دا وه چې استادان د مؤثر درسي بهیر وړاندې کولو ترڅنګ څېړنې ته هم وخت ورکړي او په دې برخه کې د نوې ټکنالوژۍ له اساساتو او بدلونونو سره لا ښه بلد او عیار شي؛ څو د ټولنې اړتیاوو ته په کتو علمي څېړنې وکړي. نېټه: شنبه ۱۴۰۴/۰۳/۱۰ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۱۲/۳ هـ ق ********* ورکشاپ در مورد طرز، تهیه و نشر مقالات علمی در ژورنال های ملی و بین المللی دایر شد در این ورکشاپ هشت روزه برای استادان پوهنځی شرعیات پوهنتون کابل، در مورد تقدیم نمودن روند تدریس مؤثر، نوشتن مقالات علمی به شکل خوب و معیاری و همچنان در مورد طرز، تهیه و نشر مقالات علمی برای ژورنال های ملی و بین المللی از طرف ترینران مسلکی پوهنتون معلومات همه جانبه ارایه شد. هدف اصلی ورکشاپ این بود که استادان در پهلوی روند تدریس مؤثر برای تحقیقات علمی هم توجه بیشتر داشده باشند و در این بخش همرای اساسات و تغیرات نو تکنالوژی بلدیت داشته باشند تا به اساس ضرورت جامعه تحقیقات علمی انجام نماید. تاریخ:شنبه ۱۴۰۴/۰۳/۱۰ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۱۲/۳ هـ ق


د پوهنځیو په کچه ممتازو محصلینو علمي سیر ترسره کړ د کابل پوهنتون د ټولو پوهنځیو په کچه ممتازو محصلینو پروان، کندوز، بغلان او تخار ولایتونو ته د خپل علمي سیر په مهال د یادو ولایتونو له پوهنتونونو، تاریخي او فرهنګي سیمو څخه لیدنه وکړه. د علمي سیر په ترڅ کې محصلینو خپلې زده کړې او تجربې له نورو محصلینو سره شریکې کړي؛ څو په سمه توګه د زده کړو ترلاسه کولو او موادو راټولولو په برخو کې نوې تجربې ترلاسه کړي. د دې علمي سیر موخه دا وه چې ترڅو محصلین د هېواد بېلابېلو ولایتونو او سیمو له دودونو، فرهنګ او تاریخ سره بلدتیا پیدا کړي. د یادونې وړ ده چې د کابل پوهنتون محصلینو ته د رهبرۍ د ځانګړي هدایت له مخې وخت نا وخت ورته علمي سیرونه د منظم پلان له مخې پلانیږي. نېټه: یکشنبه ۱۴۰۴/۰۳/۱۱ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۱۲/۴ هـ ق ********** محصلین ممتاز در سطح پوهنځی ها سیر علمی را برگزار کردند محصلین ممتاز تمام پوهنځی های پوهنتون کابل طی سیر علمی شان از پوهنتون ها، مناطق تاریخی و فرهنگی ولایات پروان، کندز، بغلان، و تخار بازدید نمودند. در جریان این سفر علمی، محصلان آموخته ها و تجارب خود را با محصلین دیگر به اشتراک گذاشتند تا در زمینه کسب علم و جمع آوری مواد، تجارب جدید کسب نمایند. هدف از این سیر علمی آشنایی محصلین با عنعنات، فرهنگ، و تاریخ ولایات و مناطق مختلف کشور بود. قابل ذکر است که تحت رهنمایی خاص رهبری، سیرهای مشابه علمی برای محصلان پوهنتون کابل طبق یک پلان منظم هر از گاهی در نظر گرفته شده است. تاریخ: یکشنبه ۱۴۰۴/۰۳/۱۱ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۱۲/۴ هـ ق


از اثر تقاضای مکرر فارغان جدید پوهنځی های حقوق و شرعیات پوهنتون های کشور مدت ثبت نام در برنامه های روزانه وشبانه ستاژ حقوقی پوهنتون کابل الی ۳۱ جوزا سال جاری (۱۴۰۴ هــ ش) تمدید ګردید. اسناد لازم: دو قطعه عکس، اسناد تحصیلی و تذکره. محل ثبتنام: مرکز ملی آموزش حقوقی، پوهنتون کابل زمان: همه روزه از ساعت 9 صبح الی 3 بعد از ظهر


له نصاب او درسي بهیر څخه د نظارت کمېټې خپلې پایلې شریکې کړې د کابل پوهنتون رهبرۍ له لوري د نصاب او درسي بهیر ارزونې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه، ترڅو د چارو د لا ښه سمون په موخه د ټولو پوهنځیو د کورس پالیسيو، درسي بهیر او نصاب تطبیق له نږدې وګوري، چې پایلې یې نن د پوهنتون له رهبرۍ سره شریکې شوې. د پایلو له شریکولو او مثبتې ارزونې وروسته د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز د ټولو پوهنځیو مسؤولینو ته د درسي بهیر د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د کمېټې له ټاکل کېدو هدف د درسي بهیر لا پیاوړتیا، ستونزو حل، د نظریاتو شریکول او په مشترک ډول د حل لارو چارو موندل دي. تاریخ: چهارشنبه ۱۴۰۴/۰۳/۷ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۱۱/۳۰ هـ ق


د ناوړه دودونو پر وړاندې د پوهاوي غونډه ترسره شوه کابل پوهنتون کې د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده حفظهالله ورعاه له لوري د ناوړه رواجونو د مخنیوي په موخه صادر شوي فرمان د ښه تطبیق او عامه پوهاوي په پار ځانګړې غونډه جوړه شوه. په یاده غونډه کې د پوهنتون رهبري، د لوړو زده کړو وزارت استازو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او سلګونو محصلینو ګډون درلود. ویناوالو دا ډول غونډې د ټولنې اصلاح لپاره مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې چې پوهنتونونه یوازې د علم او پوهې ځایونه نه دي؛ بلکې د ټولنیز بدلون محرک مرکزونه هم دي. همدارنګه ټینګار وشو چې د عامه پوهاوي پروګرامونه دې پراخ کړل شي؛ څو د ټولنې د سالم بدلون لپاره فکري بنسټونه پیاوړي شي. نېټه: دوشنبه ۱۴۰۴/۰۳/۵ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۱۱/۲۸ هـ ق ********* برګزاری نشست آګاهی دهی در برابر رسوم ناپسند در پوهنتون کابل بهمنظور تطبیق بهتر و آګاهی دهی عامه از فرمان صادر شده توسط امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده حفظهالله و رعاه پیرامون جلوګیری از رسوم ناپسند نشست ویژه ای برګزار ګردید. در این نشست رهبری پوهنتون، نمایندګان وزارت تحصیلات عالی، رؤسای پوهنځیها، استادان و صدها تن محصل اشتراک ورزیده بودند. سخنرانان اینګونه نشست ها را برای اصلاح جامعه مهم خواندند و افزودند که پوهنتون ها تنها مراکز علم و دانش نیستند بلکه مراکز محرک تغییرات اجتماعی نیز میباشند. همچنان تأکید شد که برنامههای آګاهی دهی عامه باید ګسترش یابد تا بنیاد های فکری برای تحول سالم جامعه تقویت ګردد. تاریخ: دوشنبه ۱۴۰۴/۰۳/۵ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۱۱/۲۸ هـ ق


د هېواد د پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو د نویــو فارغـانو د پرلپسـې غوښتنو له امله، د کابل پوهنتون د حقوقــي ستــاژ د ورځې او شپې وختونو نوملیکنه د روان (۱۴۰۴) لمریز کال د غبر ګولي تر ۳۱ مې نېټې پورې تمدید شوه. اړين اسناد: دوه قطعې عکسونه، تحصیلي اسناد او تذکره. د نوملیکنې ځای: د حقوقي زده کړو ملي مرکز، کابل پوهنتون وخت: هره ورځ د سهار له 9 بجو، د مازیګر تر 3 بجو


د داوطلبۍ خبرتیا کابل پوهنتون په پام کې لري، په جمال مېنه کې یو نانوایي د ۴۸.۵ متره مربع په مساحت، د ۹۱۰۰ افغانیو په میاشتنۍ کرایې، د پنځو (۵) کلونو لپاره په اجاره ورکړي. علاقمندان کولی شي د شرطنامې ترلاسه کولو لپاره د اعلان له نشر څخه تر دوه ویشتو (۲۲) ورځو، د سهار له اتو د مازیګر تر څلورو بجو د کابل پوهنتون د تدارکاتو آمریت ته مراجعه وکړي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ: ۰۲۰۲۵۱۰۳۰۵


د ننۍ زلزلې په اړه د کابل پوهنتون د زلزله سنج راپور


د فارمسي پوهنځي د دویم او درېیم صنف محصلینو بوټانيکي علمي سیر ترسره کړ د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي د فارمکوګنوزي ډېپارټمنټ دویم او درېیم صنف محصلینو لوګر او میدان وردګ ولایتونو ته بوټانیکي علمي سیر د خپلو مسلکي استادانو په لارښوونه ترسره کړ. په دې علمي سیر کې محصلینو د طبي بوټو، ډولونو او ځانګړتیاوو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړل او له بېلابېلو طبي بوټو ( مریم ګلي، اصلي بابونه ګل، اوښ اغزي، لروک، سیچ، سپين اغزي...) یې د هرباریم د تیارولو او پرېس لپاره نمونې واخیستې. د دې تر څنګ محصلینو ته د هرباریم تیارولو او د پرېس په اړه هر اړخیزې عملي زده کړې هم ورکړل شوې. نېټه: پنجشنبه ۱۴۰۴/۰۳/۱ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۱۱/۲۴ هـ ق ******* سیر علمی بوتانیکی محصلان صنوف دوم و سوم پوهنحی فارمسی محصلان صنوف دوم و سوم دیپارتمنت فارمکوگنوزی پوهنځی فارمسی پوهنتون کابل به رهنمایی استادان شان سیر علمی بوتانیکی را به ولایت لوګر و میدان وردګ انجام دادند. در این سیر علمی، محصلین معلومات کامل در رابطه به نباتات طبی، انواع، و ویژگی های آن دریافت کردند و نمونه های از نباتات مختلف طبی ( مریم گلی، گل بابونه اصلی، شترخار، لروک سیچ، سفید خار...) برای تهیه و پرس هرباریم جمع آوری کردند. علاوه براین، برای محصلین آموزش های جامع در مورد تهیه و پرس هرباریم نیز فراهم گردید. تاریخ: پنجشنبه ۱۴۰۴/۰۳/۱ هـ ش ــ ۱۴۴۶/۱۱/۲۴ هـ ق


د ګډو علمي همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو کابل پوهنتون او د افغانستان ملي راډيو ټلوېزیون ترمنځ د علمي او رسنیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې دواړه لوري په علمي او رسنیزه برخه کې همکاري کوي. د هوکړې له مخې به د افغانستان ملي راډيو ټلوېزیون د کابل پوهنتون اړوندو پوهنځيو محصلینو ته په عملي برخه کې د زده کړې او کار کولو زمینه برابروي، همدارنګه کابل پوهنتون به هم د خپلو شته امکاناتو څخه په استفادې له ملي راډيو ټلوېزیون سره هر اړخیزه همکاري کوي. یاده دې وي چې کابل پوهنتون د محصلینو عملي زده کړو او ظرفیت لوړونې په موخه له ګڼ شمېر نورو بنسټونو سره هم هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. نېټه : چهار شنبه ۱۴۰۴/۰۳/۷ هـ ش ــــــــــــــ ۱۴۴۶/۱۱/۳۰ هـ ق
