
د کابل پوهنتون - پوهنتون کابل - Kabul University
February 24, 2025 at 06:56 AM
د معیاري پروپوزل لیکنې اړوند روزنیز ورکشاپ دائر شو
د کابل پوهنتون د علمي څېړنو او نوښتونو معاونیت له لوري د پوهنځیو ځوانو استادانو لپاره یو ورځنی روزنیز ورکشاپ دائر شو. د ورکشاپ اصلي موخه دا وه چې ګډونوال وکولی شي، د خپلو څېړنیزو پروژو لپاره داسې دقيق پروپوزلونه جوړ کړي چې د څېړنو په بهیر کې موثر وي. ورکشاپ کې د پروپوزل لیکنې معیارونه، بڼې او جوړښت په تفصیل سره تشریح شول.
په پای کې ممتازو ګډونوالو ته د دوی د ګډون او هڅو لپاره تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.
نېټه: دوشنبه
۱۴۰۳/۱۲/۵ هـ ش ۲۴ /۱۴۴۶/۸ هـ ق
❤️
👍
8