🌹🌴{مــــــــــنصور"کـــابلی"}🌴🌹
🌹🌴{مــــــــــنصور"کـــابلی"}🌴🌹
February 14, 2025 at 04:52 PM
*څومره غټ درد په کې نغښتی*😭😭😭 ‏اکثر شپې به یې د کلي دښتو او بانډو کې تېرولې،پلار به یې ډېر مخالفت کاوه او کور کې به یې هېڅ نۀ پرېښوده یوه ورځ یې ویل وای،مور مې ډېره سخته یادېدله اراده مې دکور ته تللو وکړه تر دې چې یوه ورځ کورته لاړم د مور او خویندو سره مې مجلس وکړ خو ټول ډېر راته شله شول چې ډوډۍ به خورې ‏مور مې د ډوډۍ راولو ته پاڅېده چې ناڅاپه مې پلار د کالۀ انګړ ته راننوت زه ژر ولاړ شوم او دکوټې پر شاتنۍ کړکۍرا ووتم،چې ومې لیده پلار مې کوټې ته ننوت مورکۍته مې اشاره وکړه چې ډوډۍ دباندې راوباسي زه له کالۀ ووتم او بهرطرف دلویې دروازې ترڅنګ د سپي د کوډلې سره کېناستم او انتظار شوم ‏چې مور راووځي خپلې بې وسۍ او بې کسۍ ته په سوچ کې ډوب وم چې د پلار غږ مې تر غوږ شو چې پر مورجانه یې وکړ ول دا ډوډۍچېرته وړې مور مې ځواب ورکړ ول سپي ته یې اچؤم که یې ویلي وای چې زوی ته یې وړم نو د سپکولو او وهلو برسېره به یې،ډوډۍ هم ترې اخیستي وای ځکه زه (م...جـ.... ـا...هد) وم🍀🍀
❤️ 1

Comments