
🌹🌴{مــــــــــنصور"کـــابلی"}🌴🌹
11 subscribers
About 🌹🌴{مــــــــــنصور"کـــابلی"}🌴🌹
دپاک سپېڅلي رب له ذکره غفلت مکه یاره🍀 دمال دولت په پالتو عشق کې نادرکه یاره
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د یوه بزرګ څخه یې وپوښتل ولې دومره آرام او هوسا یې؟ ويې ویل: د کلونو مطالعې او تجربې وروسته مې خپل ژوند پر پينځو اصولو بناء کړی دی: *١- پوه شوم چې زما رزق بل څوک نه خوري، نو آرام او هوسا شوم.* *٢- پوه شوم چې الله تعالی هر وخت او هر ځای ما ویني، نو حیاء مې وکړه.* *٣- پوه شوم چې زما کارونه بل څوک نه را اجراء کوي، نو کوښښ مې وکړ.* *٤- پوه شوم چې مرګ حتمي دی، نو ځان مې ورته چمتو کړ.* *٥- پوه شوم چې نیکي او بدي له منځه نه ځي او بیرته یې* *پایله ما ته را ګرځي، نو ګناه او بدي می پریښوده.* *او دغه پنځه اصله هره ورځ په خپل ذهن کې را تازه کوم.* 🌺🌺🌺🌺🌺 🌿🌿🌿🌿🌿 ~منصور کابلی~

که د زړه له تاوه و کاږمــه آه ټول جهان به کړم شین دود لکه ګِیاه. د خپلې روح سره د یوه پلار اخیرنۍ سیلفي، دې خلګو پر دې دنیا جهنم ولیدی، موږ په تاریخ کي د أصحاب أخدود قیصه لوستې وه چې د مور أو پلار تر سترګو لاندي بچي په أور کبابېدل، نن هماغه تاریخ د غزې پر مؤمنانو بیا را تکرار شو.


*معاش حواله شوى!؟*؟ کتار کې مامورينو بې نوبتي کوله او ټېلې يې سره وهلې، مخته يوه مامور په شاته ولاړو ټيله وهونکو مامورينو کې په یوه باندې غږ کړ ويل، ښاغلیه! په معاش دې يوه مېږه نه کيږي. او زورونه د غوايي وهې! 😜😂😂 *ټوکه* کله کله دی ټوکی ټکالی وی😷

*`پر ځوان باندي د سمارټ موبايل اغيزې!`* *۱. رواني ستونزې* د سمارټ موبايلونو زیات استعمال د ځوانانو ترمنځ د اضطراب، خپګان، او یوازيتوب کچه لوړه کړې ده. د سکرین پر مخ د نورو خلکو له مثالي ژوند سره پرلهپسې پرتله کول د ځانکمښودنې، بېارزښتهګۍ، او حتی د ځانوژنې د فکرونو لامل ګرځي. *۲. د خوب ګډوډي* د شپې لخوا د سمارټ موبايل استعمال د خوب پر کیفیت منفي اغېزه لري. د سکرین نیلي رڼا د ملاتونین هورمون تولید کموي، چې د خوب د نظم ګډوډي، بېخوبي، او د ورځني فعالیتونو کمزورتیا لامل ګرځي. *۳. ټولنیز ګوښه توب* د سمارټ موبايلونو بېحده استعمال د مخامخ اړیکو کمښت ته لاره هواره کړې ده. ځوانان له خپلو کورنیو او ملګرو سره د اړیکو پر ځای، د مجازي نړۍ سره بوخت دي، چې دا د ټولنیز ګوښه توب او د اړیکو د مهارتونو کمښت لامل ګرځي. *۴. تعلیمي کمزورتیا* د سمارټ موبايلونو زیات استعمال د زدهکړو پر تمرکز منفي اغېزه لري. ځوانان د سکرین پر مخ د وخت تېریدو له امله د درسونو پر تمرکز کې ستونزې لري، چې دا د تعلیمي کمزورتیا او د زدهکړې پر کیفیت منفي اغېزه لري. *۵. فزیکي روغتیا ته زیان* د سمارټ موبايلونو زيات استعمال د هډوکو شخ والی د ملا او غاړي کوږوالی ، د سترګو کمزوري ، د عصابو کمزوری او زيات شمېر نور مالي او فزيکي زيانونه رسوي . Knowledge عِلم


د عُروج په دنګو څوکو زوال راغی . په اُمَّت د محمَّد ﷺ چي وبال راغی . نه بیا فارس تري ډاریده او نه قدیم روم . خپل منځي کي د وحدت چه جدال راغی . فاتحین د اروپا اوس نه ښکاریږي . په ټاپونو د آسو کي چه خال راغی . د اُمَّت د برم تل ساتونکي وه خو . په سرونـــو د عربـــو دجال راغی . اوس نه توره لري نه لینده او غشی . په ځوانانو باندي دغسي حال راغی . د جهــــاد او د غزاوو فکر مات شو . نن هَوَس چه د شهوت او د مال راغی . د احساس وګړي مړه یا لیوني شوه . د وِجدان او د ضمیر چه سوال راغی . بدره ستا مفکوره ځکه شوه تورنــــه . نن خو فکر د مُضِل او د ضال راغی . *~الـــــیاس کــــــابلی~*


محترمو مبارزینو داڅو ورځی داجدول په ټولنیزو رسنیو کي لاس په لاس کیژي دمعشاتو په مورید باندي داهیڅ حقیقت نلری بلکي داجدول جعلي جوړشوی


د ځینو خبرونو په اساس! حماس د 9 بندیانو په بدل کې د 2 میاشتو لپاره په اوربند توافق وکړ، اشغالګر به په عوض کې 300 فلسطیني بندیان خوشي کوي، او مرستې به غزې ته داخلیږي! که رسمي شوه، نور تفصیلات به وروسته درته نشر کړو،،