
🌹🌴{مــــــــــنصور"کـــابلی"}🌴🌹
February 15, 2025 at 04:10 PM
خیال 😥
حرم کي دي شېبې شېبې سکون راباندي اوري
خیال وړی یم خواږه مي د ژوندون راباندي اوري
ته رب يې، زه بنده یم څه سپېڅلی مو تړاو دی
څه شات دي د شیرین عشق له تړون راباندي اوري
ستا واک دی، ستا د پاک قدرت عروج ما کي معلوم دی
که سم په سد سړی یم که جنون راباندي اوري
څښتنه لم یلد او لم یولد دي تقدس دی
رحمت دي له یاسین، طه او (ن) راباندي اوري
په نیمه شپه ولاړ یم د حرم و دروازې ته
له فیض او له جلاله ډک شبخون راباندي اوري
چي راسم تلاوت دي د خوږو خبرو وکړم
نه درد وي او نه بیا د زړه تنګون راباندي اوري
عصیان د شفاعت دي له مخلوقه مستور کړی
دا ستر دي د عفوي له قانون راباندي اوري
❤️
1