فکري سمون
فکري سمون
February 20, 2025 at 05:29 PM
د دې لیکنې لوستل به یو نوی احساس درکړي. ‏«که چا ورسره ستړې مشي کړې وای، ده به تر هغه وخته لاس نه ورڅخه را کاږه تر څو چې أول یي هغه لاس نه وای پرې ایښی، چې څوک ورته ږغېدای له یوه څنګ یي نه ور کتل، ټول مخ مبارک یي ور أړوه، په ډکه خوله یي خندا نکول ، بلکي مسکا یي کول ، که د مدیني یوه غلام تر لاس نیولی وای د مدیني تر پایه ورسره تلی ، خادم خاص یي وایي چې لس کاله مې دده خدمت وکړ په دې لس کاله کي یي ندي راته ویلي چې ولي، أو نه راته په قهر شوی، که به یوه خاص فرد کوم غیر مرضي عمل وکړ، شخصا به یي هغه ته څه نه ویل ، پر منبر به یي وویل ولي یو څوک دغسي عمل وکړي، یو څوک ورته راغی په خپل بد عمل یي اعتراف ورته وکړ ، ده مخ تري واړوه ورته ویي ویل: ته خطاء شوی یې ، دا ډول عمل به دي نوي کړی، هغه درې ځله اقرار ورته وکړ ، چې کله هغه رجم سو د جنازې لمونځ یي پر وکړ ، یوه ملګري یي ورته وویل چې پر دې ګنهکار دي لمونځ د جنازې وکړ؟ ده ورته وویل: مه، داسي مه وایه، هغه داسي توبه وکاږل چې پر ټوله مدینې تقسیم شوې وای ، بس یي وه. پر ډوډۍ یي عیب نه وایه ، که یي خوښه وه خوړل یي که نوای پرېښودل یي، تر یوې حیاء دارې پېغلي دده حیاء ډېره وه، چې کله به په قهر سو لکه په مخ مبارک چې یي د أنارو دانې وچوي» پوهېږی چې دا څوک وو، دا هغه شخصيت وو چې رب العالمین ج ورته ویلي [انك لعلىٰ خلق عظيم] ته د سترو أخلاقو خاوند یې. دایي مشت نمونه یي خروار لکه د دریاب د یوې قطرې په أندازه صفتونه وه. ‎#ليلة_الجمعة#الصلاة_على_الحبيب#صلى_الله_عليه_وسلم عبدالرحمن محمود
❤️ 👍 😢 10

Comments