
د خیال ترجمان شاعر محمود غزنیوال
February 2, 2025 at 01:42 PM
*نعت شریف*
په لوړ اداب او احترام یې په هردم وایمه
درود او سلام په محمد نبي اکرم وایمه
چې یې خوږ نوم کله زه واورم د یوچا له شونډو
ورسره زه صلُّ علیه وسلم وایمه
د مخ ښایست یې مثال نلري په دې نړۍ کي
د ګل مثال خو یې له وجي د عدم وایمه
د زړه دردو باندې یې پایم قدرمند یادونه
د عشق وږمو کې یې خوږ اسم څو رقم وایمه
هغه د شنې ګومبتي شاته چې ویده جانان دی
د زړه له کومي یې سلام په پاک حرم وایمه
د خیال دنیا مې کړي حیرانه غزنیوال محموده
چې هر صفت د محمد خیرالامم وایمه
#محمود غزنیوال
https://whatsapp.com/channel/0029VaurU9G8fewsMZQ2m92x
❤️
4