
د خیال ترجمان شاعر محمود غزنیوال
36 subscribers
About د خیال ترجمان شاعر محمود غزنیوال
درنو څارنکو دلته به زما لیکل شوي او د هیواد مشهورو ترانه خوانانو په ترنم کې شعرونه نشریږي ملتیا مو.وکړئ او له تعقیب والي مو.خوندواخلئ ستاسو ورور محمود غزنیوال https://whatsapp.com/channel/0029VaurU9G8fewsMZQ2m92x
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

*صلی الله علیه وسلم* چې د حرم خاوري مې سترګو ته رانجه پاتي وای تر مبارک قدم دي لاندې زما باڼه پاتي وای په پښو مزل ترتا کول اوس په ریا کې راځي اسباب خو شته خو چې له ماسره یوڅه پاتي وای وږمې د مینې به راتللې تر غوږونو پوري که محمد رسول الله سره مېلمه پاتي وای د بېلتانه تنده به ماته وای اوبه به ولم که ستا ددیدسیوري ته زه غریب دمه پاتي وای ځان مې داستا دمخ رخسار په اینه کې لېدای او په تندي مې ستا زلفان خواره واره پاتي وای زما غزنیوال محمود دي تل د سپین ښایست شمعې ته لکه پتنګ همداسي دود او تور سکاره پاتي وای #محمود غزنیوال

د ملي ټلیویزون د څراغ خپرونې سره د ځوان شاعر محمود غزنیوال مرکه

*نعت شریف* په لوړ اداب او احترام یې په هردم وایمه درود او سلام په محمد نبي اکرم وایمه چې یې خوږ نوم کله زه واورم د یوچا له شونډو ورسره زه صلُّ علیه وسلم وایمه د مخ ښایست یې مثال نلري په دې نړۍ کي د ګل مثال خو یې له وجي د عدم وایمه د زړه دردو باندې یې پایم قدرمند یادونه د عشق وږمو کې یې خوږ اسم څو رقم وایمه هغه د شنې ګومبتي شاته چې ویده جانان دی د زړه له کومي یې سلام په پاک حرم وایمه د خیال دنیا مې کړي حیرانه غزنیوال محموده چې هر صفت د محمد خیرالامم وایمه #محمود غزنیوال https://whatsapp.com/channel/0029VaurU9G8fewsMZQ2m92x