
د خیال ترجمان شاعر محمود غزنیوال
February 4, 2025 at 04:47 PM
*صلی الله علیه وسلم*
چې د حرم خاوري مې سترګو ته رانجه پاتي وای
تر مبارک قدم دي لاندې زما باڼه پاتي وای
په پښو مزل ترتا کول اوس په ریا کې راځي
اسباب خو شته خو چې له ماسره یوڅه پاتي وای
وږمې د مینې به راتللې تر غوږونو پوري
که محمد رسول الله سره مېلمه پاتي وای
د بېلتانه تنده به ماته وای اوبه به ولم
که ستا ددیدسیوري ته زه غریب دمه پاتي وای
ځان مې داستا دمخ رخسار په اینه کې لېدای
او په تندي مې ستا زلفان خواره واره پاتي وای
زما غزنیوال محمود دي تل د سپین ښایست شمعې ته
لکه پتنګ همداسي دود او تور سکاره پاتي وای
#محمود غزنیوال
❤️
4