اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
February 14, 2025 at 04:11 AM
اسلامی امت او دهغوی واکدارانو ته یو مهمه توصیه اول خو انسان دقرانی هدایت په اساس باید دنورو څخه اخذ او زده کول وکړی دادم علیه السلام زوی دکارغه څخه د ورور دښخولو چل زده کړی فَبَعَثَ ٱللَّهُ غُرَابٗا يَبۡحَثُ فِي ٱلۡأَرۡضِ لِيُرِيَهُۥ كَيۡفَ يُوَٰرِي سَوۡءَةَ أَخِيهِۚ قَالَ يَٰوَيۡلَتَىٰٓ أَعَجَزۡتُ أَنۡ أَكُونَ مِثۡلَ هَٰذَا ٱلۡغُرَابِ فَأُوَٰرِيَ سَوۡءَةَ أَخِيۖ فَأَصۡبَحَ مِنَ ٱلنَّٰدِمِينَ دوهم مسلمان بايد ددنيا والو اګرکه کافران وی دتجريبو څخه کار واخلی لکه رسول الله مبارک ته چي حضرت سلمان رضی الله تعالی عنه وویل چې دفارس په خلګو به کله دښمن غالب سو نودوی یی په مقابل کی خندق کنده رسول الله مبارک دغه د کفارو کامیابه تجریبه په کار واچول بیا کامیاب هم سو قَالَ قَالَ سَلْمَانُ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّا كُنَّا بِفَارِسٍ إِذَا حُوصِرْنَا خَنْدَقْنَا عَلَيْنَا فَأَمَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِحَفْرِ الْخَنْدَقِ حَوْلَ الْمَدِينَةِ وَعَمِلَ فِيهِ بِنَفْسِهِ تَرْغِيبًا لِلْمُسْلِمِينَ فَسَارَعُوا إِلَى عَمَلِهِ حَتَّى فَرَغُوا مِنْهُ وَجَاءَ الْمُشْرِكُونَ فَحَاصَرُوهُمْ فتح الباري لابن حجر جلد ٧ صفحه ٣٩٣ دریم کفارو زموږ محاسن وړی دی په خپلو قوانینو او غیره ځایو کی کارځینی اخلی موږ هم باید ددوی دعلومواوتجریبو څخه کار واخلو کتبه م۔م نقيب الله حليم

Comments