
اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
160 subscribers
About اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته 🌹 🏳️🌹🖤 اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامی معلوماتو چینل ته ښه راغلاست د دی ګروف اهداف ـ هدف: لومړی هدف مو یواځي د الله (جل جلاله) رضا ده. ـ دوهم خپلو خلکو ته د دیني او اسلامي معلوماتو رسونه. ـ دریم په چینل کې د محترمو علماوو کرامو او نورو هغو علماء کرامو چې چینل کې ګډون نه لري له علمي او اصلاحي ویناوو او لیکنو څخه مستفید کیدل. ارشادالحق اداره ده اسلامی معلوماتو دچينل رهبري د تاسو له هڅو مننه کوي، له الله تعالی ج څخه ټولو ملګرو ته د اجر او ثواب غوښتنه کوي. مدير 🥀مفتی نقیب الله حلیمhttps://whatsapp.com/channel/0029VaMXr4u8F2pBHKwaaM3q
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

شعبة التخصص في الفقه الاسلامي، في الجامعة الإسلامية المحمدية کابل افغانستان لومړې دوره: تخريجي سوالونه :صفحه دوهمه ٢ : مسئله دوهمه ٢:مبحث الغسل الاستفتاء څه فرمايي مفتيان کرام په دي مسئله کي چي دمسواک شب کول څه حکم لري يعنې مکروه ده اوکنه بينوا تؤجروا المستفتي، مفتي صاحب محمد ذاهد عزيز خيل مدعمره العالية الجواب بتوفیق الله تعالى محترمه ستاسو دپوښتني په جواب كي به ووايوچي ترمسواک وهلو وروسته مسواک زبيښل مکروه دي ځکه دغه دسترګو دکمزوري او دوسوسې دپيدا کيدلو سبب ګرځي خو دمسواک د اول استعمال په وخت کي هغه ناوړي تيرول په کاردي چي وينه نه وي ورسره ګډه دغه ناوړي دمرګ څخه ماسوا نور دهر مرض شفاء ده لمافي الدرالمختار على هامش ردالمحتار، ولا يمصه فإنه يورث العمي،وفي ردالمحتار، قوله:ولايمصه،بضم الميم،كيخص،وأما بلع الريق بلا مص،ففي الحلية،قال الحكيم الترمذي وابلع رقك اول ما تستاك فإنه ينفع الجذام والبرص وكل داء سوي الموت ولاتبلغ بعده شيأ فإنه يورث الوسوسة ،يرويه زياد بن علاقة ردالمحتار على درالمختار جلد اول صفحه ٢٥١،كتاب الطهارة قبيل مطلب في منافع السواك وهكذا في الطحطاوي على مراقي الفلاح، ولايمصه لأنه يورث العمي ويكره بمؤذ ويحرم بذي سم ويبتلع الريق الصافي من الدم فإنه نافع من الجذام والبرص ومن كل داء سوي الموت الطحطاوي على مراقي الفلاح صفحه ٥٤،كتاب الطهارة فصل في سنن الوضوء وهكذا في مجمع الانهر، ولاتمص فإنه يورث العمي،جـلد اول صفحه ٢٥،كتاب الطهارة وهكذا في نصب الراية، لايمص السواك فإنه يورث العمي، جـلد اول صفحه ٨ كتبه م.م نقيب الله حليم بن ملا صاحب محب الله اخنذاده مدعمره العالية ولايت پکتيکا ولسوالي يوسف خيل

الاستفتاء څه فرمايي مفتيان کرام په دي مسئله کي چي زموږ په علاقه کی دارواج ده چی کله دواده ورځ سی نونوی نکاح دزوم اوناوی ترمینځ تړل کیږی حال داده چی یوه نکاح مخکی دکوزدی په ورځ سوی وی دانکاح صرف داحتیاط لپاره تړی نوایاپه دی نکاح کی نوی مهرپه زوم لازم ده چی ورکوی به یی اوکنه بينوا تؤجروا الجواب بتوفیق الله تعالى محترمه ستاسو دپوښتني فه جواب كي به ووايوچي کوم مهر دواده په ورځ داحتیاطی نکاح لپاره ټاکل کیږی دا په زوم ندی لازم اوبهتره خبره داده چی دانکاح په زاړه مهر وتړی اویادی مهر نه ذکرکوی لمافي ردالمحتار على درالمختار ، جدد للحلال نكاحا بمهر يلزم إن جدده لإجل الزيا دة لا إحتياطا أى لو جدده لإجل الإحتياط لاتلزمه الزيادة بلانزاع ردالمحتار على درالمختار جلد ٢ صفحه ٣٦٦ وأيضاقال في ردالمحتار على درالمختار ، ﻗﻠﺖ: ﻟﻜﻦ ﻗﺪﻣﻨﺎ ﻓﻲ ﺃﻭاﺋﻞ ﺑﺎﺏ اﻟﻤﻬﺮ ﻋﻦ اﻟﺒﺰاﺯﻳﺔ ﺃﻥ ﻋﺪﻡ اﻟﻠﺰﻭﻡ ﺇﺫا ﺟﺪﺩ اﻟﻌﻘﺪ للاﺣﺘﻴﺎﻁ ردالمحتار على درالمختار جلد ٤ صفحه ٥٠٩ وهكذا في الفتاوى الهندية ، ثم إذا أراد الزوج أن لايلزمه مهر آخر بلا خلاف ينبغي أن يجدد النكاح ولا يذكر ألمهر أو يجدد النكاح بذلك المهر فلايجب عليه مهرآخر ألفتاوى الهنديه جلد ٦ صفحه ٣٩٣ وهكذا في البحرالرائق شرح كنز الدقائق ، ﻭﻓﻲ اﻟﻘﻨﻴﺔ ﺟﺪﺩ ﻟﻠﺤﻼﻝ ﻧﻜﺎﺣﺎ ﺑﻤﻬﺮ ﻳﻠﺰﻡ ﺇﻥ ﺟﺪﺩﻩ ﻷﺟﻞ اﻟﺰﻳﺎﺩﺓ ﻻ اﺣﺘﻴﺎﻃﺎ ﻭﻓﻲ اﻟﻈﻬﻴﺮﻳﺔ ﺗﺰﻭﺟﻬﺎ ﺑﺄﻟﻒ ﺛﻢ ﺟﺪﺩ اﻟﻨﻜﺎﺡ ﺑﺄﻟﻔﻴﻦ اﻟﻤﺨﺘﺎﺭ ﻋﻨﺪﻧﺎ ﺃﻥ ﻻ ﺗﻠﺰﻣﻪ اﻷﻟﻒ اﻟﺜﺎﻧﻴﺔ؛ ﻷﻧﻬﺎ ﻟﻴﺴﺖ ﺑﺰﻳﺎﺩﺓ ﻟﻔﻈﺎ ﻭﻟﻮ ﺛﺒﺘﺖ اﻟﺰﻳﺎﺩﺓ ﺇﻧﻤﺎ ﺗﺜﺒﺖ ﻓﻲ ﺣﻖ ﺿﻤﻦ اﻟﻨﻜﺎﺡ ﻓﺈﺫا ﻟﻢ ﻳﺼﺢ اﻟﻨﻜﺎﺡ ﻟﻢ ﻳﺼﺢ ﻣﺎ ﻓﻲ ﺿﻤﻨﻪ ﻭﻓﻲ اﻟﻘﻨﻴﺔ ﻗﺎﻝ ﺑﻌﺪ اﻟﻤﻬﺮ ﺟﻌﻠﺖ ﺃﻟﻒ ﺩﺭﻫﻢ ﻣﻬﺮﻙ ﻻ ﻳﻠﺰﻡ ألبحرالرائق شرح كنز الدقائق جلد ٣ صفحه ٢٦١ وهكذا في الفتاوى البزازية ، وإن جدد النكاح للاحتياط لايلزم الزيادة بلا نزاع لأن الغرض إبقاء الأول ولأن العقد الثاني لم يثبت فكيف يثبت ما في ضمنه الفتاوى بزازیة هامش الهندية جلد ٤ صفحه ١٣٣ كتبه م.م نقيب الله حليم https://chat.whatsapp.com/HuIBUQgXzmC2v3RCFsVvkC

ألاستفتاء څه فرمايي مفتيان كرام په دي مسئله كي چي په حرام مال سره حج كول جواز لري اوکنه بينوا تؤجروا الجواب بتوفیق الله تعالى محترمه ستاسو دپوښتني فه جواب كي به ووايوچي په حرام مال سره حج نه لازميږي ليكن كه چيري په حرام مال سره حج وسي نو دفرضو ذمه يي فارغه سوه ألبته ثواب نه لري لمافي المجمع الانهر ، ﻭﻓﻴﻪ ﺇﺷﺎﺭﺓ ﺇﻟﻰ ﺃﻧﻪ ﻻ ﻳﺠﺐ ﺑﺎﻟﻤﺎﻝ اﻟﺤﺮاﻡ ﻟﻜﻦ ﻟﻮ ﺣﺞ ﺑﻪ ﺟﺎﺯ؛ ﻷﻥ اﻟﻤﻌﺎﺻﻲ ﻻ ﺗﻤﻨﻊ اﻟﻄﺎﻋﺎﺕ ﻓﺈﺫا ﺃﺗﻰ ﺑﻬﺎ ﻻ ﻳﻘﺎﻝ ﺇﻧﻬﺎ ﻏﻴﺮ ﻣﻘﺒﻮﻟﺔ ﻭاﻟﻤﺘﺒﺎﺩﺭ ﺃﻥ ﻫﺬﻩ اﻷﻣﻮﺭ ﺷﺮﻁ ﻋﻨﺪ ﺧﺮﻭﺝ ﻗﺎﻓﻠﺔ ﺑﻠﺪﻩ ﻓﺈﻥ ﻣﻠﻜﻬﺎ ﻗﺒﻠﻪ ﻓﻼ ﻳﺄﺛﻢ ﺑﺼﺮﻓﻪ ﺇﻟﻰ ﺣﻴﺚ ﺷﺎء. مجمع الانهر جلد ٢ صفحه ٢٠١ وهكذا في الفقه الاسلامي وأدلته للزحيلي ، ﻭﺫﻛﺮ اﻟﻤﺎﻟﻜﻴﺔ ﻭاﻟﺸﺎﻓﻌﻴﺔ ﻭاﻟﺤﻨﻔﻴﺔ ﺃﻧﻪ ﻣﻊ ﻋﺼﻴﺎﻥ اﻟﺤﺎﺝ ﺑﻤﺎﻝ ﺣﺮاﻡ، ﻓﺈﻧﻪ ﻳﺼﺢ اﻟﺤﺞ ﻓﺮﺿﺎً ﺃﻭ ﻧﻔﻼً ﺑﺎﻟﻤﺎﻝ اﻟﺤﺮاﻡ ﻛﺎﻟﺼﻼﺓ ﻓﻲ اﻷﺭﺽ اﻟﻤﻐﺼﻮﺑﺔ، ﻭﻳﺴﻘﻂ ﻋﻨﻪ اﻟﻔﺮﺽ ﻭاﻟﻨﻔﻞ، ﺇﺫ ﻻ ﻣﻨﺎﻓﺎﺓ ﺑﻴﻦ اﻟﺼﺤﺔ ﻭاﻟﻌﺼﻴﺎﻥ. ألفقه الاسلامي وأدلته للزحيلي جلد ٣ صفحه ٢٠٧٣ وهكذا في الفقه على المذاهب الأربعة ، ﻭﻣﻨﻬﺎ ﺃﻥ ﻳﺠﺘﻬﺪ ﻓﻲ ﺗﺤﺼﻴﻞ اﻟﻨﻔﻘﺔ اﻟﺤﻼﻝ، ﻓﺈﻧﻪ ﻻ ﺛﻮاﺏ ﻟﻠﺤﺞ ﺑﺎﻟﻤﺎﻝ اﻟﺤﺮاﻡ ﻭﺇﻥ ﺳﻘﻂ ﺑﻪ اﻟﻔﺮﺽ ﺣﺘﻰ ﻭﻟﻮ ﻛﺎﻥ اﻟﻤﺎﻝ ﻣﻐﺼﻮﺑﺎً. ألفقه على مذاهب الاربعة جلد اول صفحه ٦٠٣ وهكذا في ردالمحتار على درالمختار ، ﻭﻳﺠﺘﻬﺪ ﻓﻲ ﺗﺤﺼﻴﻞ ﻧﻔﻘﺔ ﺣﻼل، ﻓﺈﻧﻪ ﻻ ﻳﻘﺒﻞ ﺑﺎﻟﻨﻔﻘﺔ اﻟﺤﺮاﻡ ﻛﻤﺎ ﻭﺭﺩ ﻓﻲ اﻟﺤﺪﻳﺚ، ﻣﻊ ﺃﻧﻪ ﻳﺴﻘﻂ اﻟﻔﺮﺽ ﻋﻨﻪ ﻣﻌﻬﺎ ﻭﻻ ﺗﻨﺎﻓﻲ ﺑﻴﻦ ﺳﻘﻮﻃﻪ، ﻭﻋﺪﻡ ﻗﺒﻮﻟﻪ ﻓﻼ ﻳﺜﺎﺏ ﻟﻌﺪﻡ اﻟﻘﺒﻮﻝ، ﻭﻻ ﻳﻌﺎﻗﺐ ﻋﻘﺎﺏ ﺗﺎﺭﻙ اﻟﺤﺞ. ردالمحتار على درالمختار جلد ٢ صفحه ١٥٢ كتبه م.م نقيب الله حليم

الاستفتاء څه فرمايي مفتيان کرام په هکله ددی مسئلی که چیری یوشخص العیاذبالله دخپل ښځي سره لواطت کوی او روا یی وبولی کافرکیږی که نه اوښځه بایدڅه وکړی بينوا تؤجروا الجواب بتوفیق الله تعالى محترمه ستاسو دپوښتني فه جواب كي به ووايوچي په مسؤله صورةکی مولانامحمدفریدرحمه الله تعالی په فتاوی فريدية کی دالبحرالرائق په حواله داسی خبره کړی ده که چیری یوڅوک دخپلی میرمنی سره لواطت کول روا وګڼی اوحلال ئې وګڼی نوداسړی کافرکیږی اونکاح یی ختمیږی البته مفتی چی فتوی ورکوی بایدپه دی هکله دعلامه شامی رحمه الله تعالی تحقیق وګوری چی لاندی رانقل سوی دی دعلامه شامی رحمه الله تعالی دعبارت خلاصه داده که چیری یوڅوک دخپلي ښځي سره لواطت حلال وګڼی نودصحیح قول پربناءداسړی نه کافرکیږی ځکه دښځي سره لواطت کول حرام لغیره دی چی هغه ایذاء ده اوعلامه ابن نجیم رحمه الله تعالی دعلامه عبدالرشیدالبخاری رحمه الله تعالی په حواله یوقانون رانقل کړی دی هغه داچی کچیری یوڅوک حرام قطعی حلال وګڼی یاحلال قطعی حرام وګڼی نوداسړی کافرکیږی لیکن داهغه وخت که چیری داحرمت یی لذاته وو اوداحرمت یی ثابت وو په دلیل قطعی سره اوکه یی حرمت لغیره وو په دلیل قطعی سره اویاحرام لعینه وو په خبرواحدسره نوبیاداشخص نه کافرکیږی که څه هم اعتقادیی دحلال وکړی اوکه خاوندمیرمن مجبوره وی میرمن باید دته ووایی چی منعه سه که نه منعه کیږی نوقریبان دي راخبروم که په دی هم منعه نه سوبیادی قریبان پري خبرکړی قاضی ته دی رجوع وکړی دتنسیخ (دجلاوالي)غوښتنه دی ځینی وکړی لمافي ردالمحتار على درالمختار جلد اول صفحه ٢٩٧،كتاب الطهارت باب الحيض:قَوْلُهُ يُكَفَّرُ مُسْتَحِلُّهَا) قَدَّمَ الشَّارِحُ فِي بَابِ الْحَيْضِ الْخِلَافَ فِي كُفْرِ مُسْتَحِلِّ وَطْءِ الْحَائِضِ وَوَطْءِ الدُّبُرِ، ثُمَّ وُفِّقَ بِمَا فِي التَّتَارْخَانِيَّة عَنْ السِّرَاجِيَّةِ: اللِّوَاطَةُ بِمَمْلُوكِهِ أَوْ مَمْلُوكَتِهِ أَوْ امْرَأَتِهِ حَرَامٌ، إلَّا أَنَّهُ لَوْ اسْتَحَلَّهُ لَا يَكْفُرُ قَالَهُ حُسَامُ الدِّينِ اهـ أَيْ فَيُحْمَلُ الْقَوْلُ بِكُفْرِهِ عَلَى مَا إذَا اسْتَحَلَّ اللِّوَاطَةُ بِأَجْنَبِيٍّ، بِخِلَافِ غَيْرِهِ، لَكِنْ فِي الشُّرُنْبُلَالِيَّةِ أَنَّ هَذَا يُعْلَمُ وَلَا يُعَلَّمُ أَيْ لِئَلَّا يَتَجَرَّأَ الْفَسَقَةُ عَلَيْهِ بِظَنِّهِمْ حِلَّهُ: وَ) وَطْؤُهَا (يَكْفُرُ مُسْتَحِلُّهُ) كَمَا جَزَمَ بِهِ غَيْرُ وَاحِدٍ، وَكَذَا مُسْتَحِلُّ وَطْءِ الدُّبُرِ عِنْدَ الْجُمْهُورِ مُجْتَبٍ (وَقِيلَ لَا) يَكْفُرُ فِي الْمَسْأَلَتَيْنِ، وَهُوَ الصَّحِيحُ خُلَاصَةٌ (وَعَلَيْهِ الْمُعَوَّلُ) ؛ لِأَنَّهُ حَرَامٌ لِغَيْرِهِ وَلِمَا يَجِيءُ فِي الْمُرْتَدِّ أَنَّهُ لَا يُفْتَى بِتَكْفِيرِ مُسْلِمٍ كَانَ فِي كُفْرِهِ خِلَافٌ، وَلَوْ رِوَايَةٌ ضَعِيفَةٌ، قَوْلُهُ وَكَذَا مُسْتَحِلُّ وَطْءِ الدُّبُرِ) أَيْ دُبُرِ الْحَلِيلَةِ، أَمَّا دُبُرُ الْغُلَامِ فَالظَّاهِرُ عَدَمُ جَرَيَانِ الْخِلَافِ فِي التَّكْفِيرِ وَإِنْ كَانَ التَّعْلِيلُ الْآتِي يَظْهَرُ فِيهِ ط: أَيْ قَوْلُهُ؛ لِأَنَّهُ حَرَامٌ لِغَيْرِهِ.أَقُولُ: وَسَيَأْتِي فِي كِتَابِ الْإِكْرَاهِ أَنَّ اللِّوَاطَةَ أَشَدُّ حُرْمَةً مِنْ الزِّنَا؛ لِأَنَّهَا لَمْ تُبَحْ بِطَرِيقٍ مَا لِكَوْنِ قُبْحِهَا عَقْلِيًّا، وَلِذَا لَا تَكُونُ فِي الْجَنَّةِ عَلَى الصَّحِيحِ. اهـ (قَوْلُهُ خُلَاصَةٌ) لَمْ يَذْكُرْ فِي الْبَحْرِ عَنْ الْخُلَاصَةِ مَسْأَلَةَ وَطْءِ الدُّبُرِ (قَوْلُهُ فَلَعَلَّهُ يُفِيدُ التَّوْفِيقَ) أَيْ بِحَمْلِ الْقَوْلِ بِكُفْرِهِ عَلَى اسْتِحْلَالِ اللِّوَاطَةِ بِغَيْرِ الْمَذْكُورَيْنِ وَالْقَوْلُ بِعَدَمِهِ عَلَيْهِمْ (قَوْلُهُ؛ لِأَنَّهُ حَرَامٌ لِغَيْرِهِ) أَيْ حُرْمَتُهُ لَا لِعَيْنِهِ، بَلْ لِأَمْرٍ رَاجِعٍ إلَى شَيْءٍ خَارِجٍ عَنْهُ وَهُوَ الْإِيذَاءُ. قَالَ فِي الْبَحْرِ عَنْ الْخُلَاصَةِ: مَنْ اعْتَقَدَ الْحَرَامَ حَلَالًا أَوْ عَلَى الْقَلْبِ يَكْفُرُ إذَا كَانَ حَرَامًا لِعَيْنِهِ وَثَبَتَتْ حُرْمَتُهُ بِدَلِيلٍ قَطْعِيٍّ. أَمَّا إذَا كَانَ حَرَامًا لِغَيْرِهِ بِدَلِيلٍ قَطْعِيٍّ أَوْ حَرَامًا لِعَيْنِهِ بِإِخْبَارِ الْآحَادِ لَا يَكْفُرُ إذَا اعْتَقَدَهُ حَلَالًا. اهـ وَمِثْلُهُ فِي شَرْحِ الْعَقَائِدِ النَّسَفِيَّةِ وهكذافي الفتاوي فريدية، جلد ٥ صفحه ٢٤٥:كتاب النكاح باب حقوق الزوجين: وهكذافي الفتاوى دالسكون صفحه ٤٦٠ كتبه العبدالضعيف م.م نقيب الله حليم

شعبة التخصص في الفقه الاسلامي، في الجامعة الإسلامية المحمدية کابل افغانستان لومړې دوره: تخريجي سوالونه :صفحه اومه ٧: مسئله اومه ٧:مبحث الغسل الاستفتاء څه فرمايي مفتيان کرام په دي مسئله کي چي ديوي ښځي سره جماع يوسړې وکړي اوبياتشي متيازي وکړي او بيا غسل وکړي او بيا ددي نه بعد باقي منې ووزي ايا بل غسل ورباندي لازميږي اوکنه بينوا تؤجروا المستفتي، مفتي صاحب محمد ذاهد عزيز خيل مدعمره العالية الجواب بتوفیق الله تعالى محترمه ستاسو دپوښتني په جواب كي به ووايوچي په دغه مسئله کي دوه صورتونه دي:اول صورت که چا جماع وکړه او دستي يي غسل وکړه يعنې وروسته له جماع نه يي بولې يا يو څه تګ ياخوب ونه کړه په دغه صورت کي اختلاف دي ليکن صحيح قول دادي چي بيا غسل کول پري واجب ده:دوهم صورت:داده چي تر خوب يا بولو يا يو څه تګ کولو وروسته يي غسل وکړي بيا دغه منې ووتله بيانو اتفاقا بل غسل کول پري واجب نه دي خو په دي دوهم صورت: کي شرط داده که يي ذکر جګ نه وو په وخت ده منيو وتلوکي ځکه که يي ذکر منتشر جګ وي نو دغه مني وتل سره دخوند دي بيا غسل واجبوي که څه هم بولې يا خوب يا تګ يي کړي وي لمافي الفقه الحنفي في ثوبه الجديد، ولو اغتسل من الجنابة بعد بول او نوم او مشي كثير ثم سأل منه مني،فلايجب إعادة الغسل، لأن النوم والبول والمشي الكثير يقطع عادة المني الزائل عن مكانه بشهوة ،فيكون ما خرج في المرأة الثانية زائل عن مكانه لا شهوة فلا يجب الغسل:وكذلك لواغتسل بعد الجنابة قبل أن يبول او ينام او يمشي عددا من الخطوات،ثم سأل منه بقية المني، يجب عليه إعادة الغسل الفقه الحنفي في ثوبه الجديد جلد اول صفحه ١٠٢،كتاب الصلاة، أحكام الطهارة وهكذا في البحرالرائق، ولو خرج مني بعد البول وذكره منتشر وجب الغسل وإن لم يكن ذکره منتشر لايجب الغسل كذا في فتاوى قاضي خان وغيره البحرالرائق جلد اول صفحه ١٠٤،كتاب الطهارة وهكذا في الفتاوى الهندية، لو اغتسل من الجنابة قبل أن يبول او ينام وصلي ثم خرج نقية المني فعليه أن يغتسل عندهما خلافا لأبي يوسف رحمه الله تعالى، ولكن لايعيد تلك الصلاة في قولهم جميعآ، كذا في الذخيرة ولو خرج بعد مابال أونام اومشي لا يجب عليه الغسل إتفاقا، كذا في التبيين الفتاوى الهندية جـلد اول صفحه ١٤،كتاب الطهارة الباب الثاني في الغسل الفصل الثالث في المعاني الموجبة للغسل وهكذا في الموسوعة الفقهیة جـلد ٣١،صفحه ١٩٦ وهكذا في الفقه الاسلامي وادلته جـلد اول صفحه ٥١٦ وهكذا في الفتاوى الاقناعية جلد اول صفحه ٣٨،كتاب الطهارات وهكذا في الذخيرة البرهانية جـلد اول صفحه ٣٢٠،كتاب الطهارة الفصل الثالث في مسائل الاغتسال وهكذا في ألمبسوط للسرخسي جـلد اول صفحه ١٨٥،كتاب الطهارة باب الوضوء والغسل كتبه م.م نقيب الله حليم بن ملا صاحب محب الله اخنذاده مدعمره العالية ولايت پکتيکا ولسوالي يوسف خيل

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته مفتي صاحب محترمه موږته دحج طريقه وښايه ډيره مهرباني به دي وي چي دحج د اداکولو طريقه راته بيان کړي موږبه دلته درته ډيري دعاګانې کوو وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته حاجې صاحب محترمه ماته به خامخا دعاګانې کوې چي کله دنبي کريم صلى الله عليه وسلم زيارت ته ورسې نو زها لطرفه به سلام ورته وايي:الله جل جلاله ستاسو حج درنه قبول کړي او بيرته په خير خپل وطن ته راسې دحج طريقه په لنډول داده کله چي حاجی مقيات ته ورسي نو له هر څه نه مخكي بايد اودس يا غُسل وکړي غسل کول غوره دي ، بيا احرام (یولنګ او يو څادر چي نوی يا منځل شوی وي) واغوندي او خوشبوئي به هم ولګوې ،دوه رکعته لمونځ د اداکولو وروسته به د حج نيت وکړي دنيت په پای کې به تلبيه ووايې او دتلبيې په الفاظو کې به کمی نه راولي . کله يې چې تلبيه وويله نوحاجی پوره محرم شو او د عبثو خبرو ،جنګ کولو،حلالي کولو ښکار کولو ،خولۍ او پګړﺉ په سر کولو ،سر اومخ پټولو،خوشبويی استعمالولو،ويښتانوخريلو،نوکانو اخيستلواو داسې موزو يادګوټونو په پښوکولوڅخه چې ښنګري پټوي بايد ځان وساتې حمام ته ننو تل غسل کول اودملاڅخه هميانۍ تړل ورته روا دي . کله چې حاجې احرام وتاړه نوپه هر لمانځه پسي به تلبيه ډيره ډيره وايې او هم به اوچتو ځايونو ختلو او ښکته کيدلو په وخت کې تلبيه وايي څه وخت چې مکي ته ورسيد کعبې ته به لاړشي او دهغې په ليدلو به تهليل او تکبير داسې ووايي : لااله الاالله والله اکبر ،بيا به حجرالاسود ته مخ واړوي تکبير تهليل او درود به ووايي،.وروسته له هغې به لاسونه غوږونوته پورته کړي او که توان اوقدرت يې وي حجرالاسود به ښکول او مسحه کړي . بيا به د بيت الله شريف او حطيم (حطیم هغه ځای دی چه په بیت الله پورې اړه لري) په څاپیر له ښی خوا نه په طواف شروع وکړی او اوه ګردشه به پوره کړی په داسې ډول چه په دریو لومړيو ګردشونو کې به پهلوانی تګ کوي او په نورو څلورو ګردشونوکې به په عادي حال ګرځي . که وسه يې کيدله نوپه هرګردش او طواف په پای کې به حجرالاسود ته په رسيدو سره هغه ښکول او مسحه کړي او که وسه يې نه وه نو مخامخ به ورته ودريږي او د هغې په لور به د امسا يا لاس په ورغزولو سره د مسح کولو په څير اشاره کوي . داطواف سنت دی او د طواف قدوم په نامه ياديږي . هرکله چه له طواف څخه خلاص شي نوبيا به دوه رکعته لمونځ په مقام ابراهيم او يا دجومات بل داسې ځای کې وکړي چه هلته امکان لري . وروسته له هغوبه صفاته وخيږي او دبيت الله په لور به مخ کړي ،تکبير ،تهليل او درود به ووايي او دلاسونو په پورته کولوسره به خپل ځان او نورو ټولو مؤمنانو ته د خير دعا وکړي .بيا به په عادي تګ سره مروی ته کوز شي . کله چې دصفااو مروی منځ ته ورسيږي نو دميلين احضرين (دوه شنوڅلو) ترمنځ به سعی او منډه وکړي او مروی ته به د رسيدو په وخت کې د بيت الله په لور مخ کړي او دصفا دعا ګاني به وکړي . دصفا او مروی تر منځ تګ راتګ چې له صفا نه يې پيل کوي او په مروی يې ختموي ټول اوه ګردشه پوره کوي په داسې ډول چې هر ځل تګ يو ګردش او بيرته راتګ بل ګردش شميرل کيږي . د ذی الحجی د اتمې ورځې مناسک : حاجی به د ذی الحجی د اتم ورځې (چي د ترويه ورځ يې بولي ) د سهار د لمانځه نه ورسته مِنی ته لاړشي او نهمه شپه به هلته په منا کې وکړي . د ذی الحجی د نهمی ورځې مناسک : حاجی به د ذی الحجی په نهمه ورځ عرفات ته لاړشي او دلمر د زوال نه وروسته به دماسپښین او مازديګرلمونځونه په يو آذان او دوه اقامتونو سره په یو وخت کې په جماعت وکړي او که چا په يواځې ځان سره بې له جماعت لمونځ کاوه نو دهر وخت لمونځ به بيل بيل او په خپل وخت اداکړي . بيا به دعرفات په غونډۍ چي جبل الرحمت نوميږي ودريږي اوپه پوره عاجزۍ او زارۍ سره به دخير دعاګانې وکړي . دبطن عُرينه نومی ځای نه پورته د عرفات نور ټول ميدان د موقف (ددريدو ځای) دی ،کله کله چي لمرپريوځې نو حاجی به په آرام ډول مزدلفې ته لاړ شي او هلته به د مشعرالحرام سره نژدي شپه وکړي ځکه چې په دغه ځای کې شپه کول مستحب دي . همدلته به حاجيان د امام سره يو ځای د ماسخوتن په وخت کې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په یو اذان او يو اقامت په جماعت سره وکړي. خو که چا د ماښام لمونځ په لار کې يوازی کړی ؤ نو بيا پرې د لمانځه ګرځول لازم دي څو دامام سره يې په جماعت ادا کړي . د ذی الحجی د لسمی ورځې مناسک : کله چه په مزدلفه کې په حاجيانو سبا شي نو په تياره کې به د سهار لمونځ د امام سره په جماعت وکړي اوخپل ځان او نورو مسلمانانو ته به دعا وکړي .پرته له بطن محسر څخه د مزدلفې ټوله ځمکه موقف (د دريدو) ځای شميرل کيږي . بيا به د لمر ختلو نه مخکې د عقبې جمرې د ويشتلو لپاره د منی په لور روان شي ،اوهلته به په اوو کاڼو جمره وولي کله چه له جمري ويشتلو نه وزګار شي نو بيا به ذبح (حلاله )وکړي او خپل سر او سنت به هم وخروي .بيا به مکی ته راشي طواف زيازت به وکړي – اوس د احرام ټولی پابندی ختمی شوی . د اختر له دريمې ورځې نه وروسته ددی طواف کول مکروه دي او په وروسته کوونکوي يې دم لازميږي وهكذا قال في الفقه الميسر، جـلد اول صفحه ٢٤١،الكتاب السادس في الحج، قسم العبادات كتبه م.م نقيب الله حليم

۱. سبحان الله وبحمده سل ځله ویلو فضیلت: رسول الله ﷺ وفرمایل: څوک چې په ورځ کې سل ځله "سبحان الله وبحمده" ووايي، د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د دځګ په اندازه (ډېرې) وي. (البخاري ۶۴۰۵، مسلم ۲۶۹۱) تشریح: د سبحان الله وبحمده ویلو په برکت، انسان ته ډېر ثوابونه ورکول کېږي او د ده ګناهونه معاف کېږي. دا یو ډېر اسانه ذکر دی، چې ویل يې یوازې څو ثانیې وخت نیسي، خو لوی اجر لري. ۲. دوه داسې کلمې چې ډېر ارزښت لري: رسول الله ﷺ وفرمایل: "دوې کلمې دي چې د ژبې لپاره اسانه، خو په ترازو کې ډېر درنې دي او د رحمن (الله) سره ډېرې محبوبې دي: سبحان الله وبحمده سبحان الله العظيم" (البخاري ۶۶۸۲، مسلم ۲۶۹۴) تشریح:دا ذکر نه یوازې دا چې د حساب په ورځ به زموږ حسنات دروند کړي، بلکې دا د الله تعالی سره ډېر محبوب ذکر دی. ۳. د ذکر فضیلت او ثواب: رسول الله ﷺ وفرمایل: "زه دا ډېر خوښوم چې سبحان الله، الحمدلله، لا اله الا الله، او الله اکبر ووايم، تر هغه څه چې لمر پرې راخيږي." (مسلم ۲۶۹۵) تشریح:دا کلمې ډېرې ارزښتناکې دي، او د دنیا د نعمتونو نه غوره دي. دا موږ باید د ورځې په اوږدو کې تکرار کړو، تر څو د الله تعالی رضا حاصله کړو. ۴. د خوړو او څښاک وروسته حمد ویلو اهمیت: رسول الله ﷺ وفرمایل: "الله تعالی له بنده خوشحالیږي، کله چې هغه خواړه وخوري او حمد ووایي، یا کله چې څښاک وکړي او حمد ووایي." (مسلم ۲۷۳۴) تشریح:د خوراک او څښاک وروسته الحمدلله ویل نه یوازې د شکر ادا کول دي، بلکې دا د الله رضا هم حاصلوي. ۵. په ورځ کې زر حسنات ګټل: رسول الله ﷺ وفرمایل: "آیا تاسو څخه څوک ناتوانه دی چې هره ورځ زر نیکۍ ترلاسه کړي؟" یو سړي پوښتنه وکړه، څنګه زر حسنات ترلاسه کولای شو؟ نبي ﷺ وفرمایل: "که څوک سل ځله تسبيح (سبحان الله) ووايي، نو الله تعالی به ده ته زر حسنات ولیکي، یا به زر ګناهونه معاف کړي." (مسلم ۲۶۹۸) تشریح:دا ډېر اسانه عمل دی، خو ګټه یې ډېره زیاته ده. که څوک غواړي زر حسنات وګټي، نو دا ذکر دې هره ورځ وکړي. ۶. یو جامع ذکر: رسول الله ﷺ وفرمایل: "سبحان الله وبحمده، عدد خلقه، ورضا نفسه، وزنة عرشه، ومداد کلماته." (مسلم ۲۷۲۶) تشریح:دا یو داسې ذکر دی چې د الله د مخلوقاتو د شمېر، د هغه د رضا، د عرش د وزن، او د کلمو د رنګ په اندازه اجر لري. دا یو ډېر جامع ذکر دی، چې باید هره ورځ ویوایو. د دې حديثونو له مخې، موږ باید د سبحان الله، الحمدلله، لا اله الا الله، او الله اکبر ذکر ډېر وکړو، د خوړو او څښاک وروسته الحمدلله ووايو، او د ورځې لږ تر لږه سل ځله تسبيح ووايو، تر څو ډېر اجر او ثواب ترلاسه کړو. کتبه م۔م نقيب الله حليم

الاستفتاء څه فرمايي مفتيان کرام په دي مسئله کي چي دجمعې په ورځ دښار دخلګو لپاره د ماپښین لمونځ د جمعې تر لمانځه مخته او یا روسته په جماعت سره کول څه حکم لري بينوا تؤجروا الجواب بتوفیق الله تعالى محترمه ستاسو دپوښتني فه جواب كي به ووايوچي په ښار او هغه علاقه کي چي دجمعې لمونځ کیږی نو په دې ورځ دښار او دهغي علاقې دخلګو لپاره یا دمعذورو خلګو او یا د بندیانو او مسافرو لپاره د ماپښین لمونځ د جمعې تر لمانځه مخته او یا روسته په جماعت سره کول مکروه تحریمی دی نولهذا دغه کسان به دماپښین لمونځ بېله جماعته جلا جلا بېله اذانه او بېله اقامته کوی دغه حکم خو دمعزور خلکو ده او هغه خلک چي عزر هم نه لري دهغوي لپاره خو په طريقه اولی نده جائز لمافي ردالمحتار على درالمختار(وكره) تحريما (لمعذور ومسجون) ومسافر (أداء ظهر بجماعة في مصر) قبل الجمعة وبعدها لتقليل الجماعة وصورة المعارضة وأفاد أن المساجد تغلق يوم الجمعة إلا الجامع . وقال ابن العابدین الشامي:تحت (قوله لمعذور) وكذا غيره بالأولى نهر (قوله ومسجون) صرح به كالكنز وغيره مع دخوله في المعذور لرد ما قيل إنها تلزمه لأنه إن كان ظالما قدر على إرضاء خصمه وإلا أمكنه الاستغاثة اهـ قال الخير الرملي: وفي زماننا لا مغيث للمظلوم والغلبة للظالمين فمن عارضهم بحق أهلكوه (قوله تحريما) ذكر في البحر أنه ظاهر كلامهم. قلت: بل صرح به القهستاني (قوله أداء ظهر بجماعة) مفهومه أن القضاء بالجماعة غير مكروه وفي البحر وقيد بالظهر لأن في غيرها لا بأس أن يصلوا جماعة. اهـ. (قوله في مصر) بخلاف القرى لأنه لا جمعة عليهم فكان هذا اليوم في حقهم كغيره من الأيام شرح المنية. وفي المعراج عن المجتبى من لا تجب عليهم الجمعة لبعد الموضع صلوا الظهر بجماعة (قوله لتقليل الجماعة) لأن المعذور قد يقتدي به غيره فيؤدي إلى تركها بحر وكذا إذا علم أنه يصلي بعدها بجماعة ربما يتركها ليصلي معه فافهم. ردالمحتار على درالمختار جلد ٢ صفحه ١٥٢ وهكذا في دررالحکام شرح غررالاحکام (وكره يومها) أي يوم الجمعة (بمصر) احتراز عن السواد (ظهر معذور ومسجون ومسافر وأهل مصر فاتتهم الجمعة بجماعة) متعلق بقوله ظهر معذور، وإنما كره لما فيه من الإخلال بالجمعة؛ لأنها جامعة للجماعات بخلاف أهل السواد إذ لا جمعة عليهم، ولو صلوا أجزأهم لاستجماع شرائطه ومنه يعلم كراهة ظهر غير المعذور بطريق الأولى. دررالحکام شرح غررالاحکام جـلداول صـفحه ۱۳۹ وهكذا في الفقه الاسلامي وادلته،ثالثا ـ صلاة الظهر جماعة من أصحاب الأعذار: قال الحنفية : يكره تحريما أن يصلي المعذورون من مسافر ومسجون ومريض وغيرهم الظهر بجماعة يوم الجمعة في موطن إقامة الجمعة (في المصر) قبل الجمعة وبعدها؛ لما فيه من الإخلال بالجمعة، إذ هي جامعة للجماعات، وربما يتطرق غير المعذور إلى الاقتداء بهم، ولما فيه من صورة معارضة الجمعة بإقامة غيرها. أما أهل القرى ممن لا جمعة عليهم فلهم صلاة الظهر بجماعة، ويكره أيضا لمن فاتتهم الجمعة من أهل المصر صلاة الظهر جماعة، وإنما يصلونها فرادى بغير جماعة ولا أذان ولا إقامة، ويستحب للمريض تأخير الظهر إلى فراغ الإمام، وكره إن لم يؤخر على الصحيح. الفقه الاسلامي وادلته،جـلد ۲صـفحه ۱۳۳۴ كتبه م.م نقيب الله حليم