
اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
February 14, 2025 at 04:56 PM
د بدو خوبونو څخه د خلاصون لپاره:
ترویده کېدلو څخه مخکې ددغه
سورة په ویلو سره به انشاءاللّٰه د بدو خوبونو څخه وساتل شي.
أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ. ۱
اې پېغمبره (صلى الله عليه وسلم) ايا موږ ستا سينه ستا لپاره پراخه نه کړه؟
وَوَضَعْنَا عَنكَ وِزْرَكَ .۲
او ستا څخه مو ستا هغه پېټي ښكته کړ؛
الَّذِىٓ أَنقَضَ ظَهْرَكَ. ۳
چي ستا شا یې درنده کړې وه
وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ. ۴
او ستا په خاطر مو ستا د يادېدو آوازه لوړه کړه؛
فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا .۵
نو حقيقت دا دی چي له تنګسې سره پراختيا هم شته.
إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا. ۶
بېشكه له تنګسې سره پراختيا هم شته.
فَإِذَا فَرَغْتَ فَانصَبْ. ۷
نو چي كله ته وزګار یې، نو په عبادت کښي تكليف باسه؛
وَإِلٰى رَبِّكَ فَارْغَب. ۸
او د خپل رب لوري ته په مينه مخه كوه.
سُوْرَةُ الشَّرح : ۱،۲،۳،۴،۵،۶،۷،۸
🌹
1