
اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
February 14, 2025 at 05:20 PM
مسئله
صدقه کول ډېر زیات ثواب لري که نفلي حج او عمره کول؟
فقهاء کرام ؒ وایي: د فرضي حج او سنت عمرې وروسته له غریبانو سره مرسته کول ډېر زیات ثواب لري حتیٰ تر نفلي حج او عمرې هم ډېر زیات ثواب لري.
زموږ د زمانې له حاجیانو سره به دروند حساب کېږي، ځکه د دوی په کلې کې ډېر غریبان اوسې د ماښام ډوډۍ نلري، خو دوی نفلي حجونه او نفلي عمرې کوي، تېر سئ له دې خبرو څخه چې خلګ وایې پلانکی حاجي هر کال حج او عمرې ته ځي، رښتیاهم په نفلي حجو او عمرو کې ښه نوم سته، په خیرات کولو کې نوم نسته، خو د خیرات کولو والا نوم بیا په آسمانو کې ډېر مشهور وي.
قال في ردالمحتار علي درالمختار ، روا فی البزازیة افضلیت الحج وحیث قال الصدقة افضل من الحج التطوع و اذا کان الفقیر مضطراً.
ردالمحتار جلد ۲ صـفحه ۶۶۱
كتبه م.م نقيب الله حليم