اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
February 15, 2025 at 01:44 PM
الاستفتاء څه فرمايي مفتيان كرام په دي مسئله کې:چې زموږ دا رواج ده کله چې یو شخص بیت الله ته ولاړ سي او مناسک دحج اداء کړي چې کله کلې کور ته راسي خلګ ورته حاجي وایې سره له دې چې داهم یو عبادت دی دا شخص او نور اشخاص ډېر ډولونه عبادات کوي، خو په هغه صفت چاته لقب نه ورکول کیږي، مثلا یوشخص ته نه ویل کیږي مصلی یا مزکی او داسي نور.دوهم: یادکسان دخپل نوم سره حاجي لیکي، اوس پوښتنه داده چې داسي کس ته دخلګو له طرفه ورته حاجي ویل څرنګه دي؟ دوهم: دخپل نوم سره دحاجي لقب لیکل څرنګه دي بينوا تؤجروا الجواب بتوفیق الله تعالى محترمه ستاسو دپوښتني فه جواب كي به ووايوچي په هر عبادت کې اخلاص اویوازې دالله جل جلا له رضا حاصلول په کار ده،او رياكاري يو حرام عمل دی، نو دداسي اعمالو څخه چې شبه دریاکاری وي باید پر هیز وکړو خدا مکړه چې اعمال مو باطل نه سي، بیاحج چې یو اهم عبادت دی چې مالي اوبدني دواړه برخې لري، نو حاجي چې کله دحج اراده کوي په اخلاص او سوچه نیة سره باید یوازې او یوازې دالله(جل جلا له)درضا اراده وکړي، چې الله ج یې حج قبول کړي او دالله ج درضا سبب وګرځي، نو ددې څخه چې به خلګ حاجي راته وایې یاخلګو ته دحاجي دښکاره کیدو لپاره دنوم سره حاجي لفظ لیکل، داسي نه چې نیة کې مو څه خرابتیا را سي.خوبیا هم علماء(رحمهم الله تعالی) لیکلي دي، چې دنورو عباداتو په نسبة حج کونکو شمار کم دی نو له دې وجهي حج کونکي ته حاجي ویل کیږي یا دنامه سره حاجي لیکل کیږي د امتیاز جلا والي لپاره اونور پاته عبادت کونکي بیخې زیات دي نو هغوی ته مصلی یا مزکی نه ویل کیږي، ځکه کوم مقصود چې جلا والی(امتیاز)دی دنورو خلګو څخه هغه په دغه صفت (لمونځ کول دی یا زکاة ورکول دي)نه حاصلیږي . اصلا خبره داده چې دغه د (حاجي)لفظ دنوم سره لیکل روا والی اونا روا والی تر نیة تړلی دی، که یې مقصد خلګ ته دا ښکاره کول وي چې زه خو حاجي یم حج ته تللی یم حج مې کړی دی نو په دغه نیة لیکل ریا کاري ده او بد کار دی.او که صرف په دغه نیة وي، چې دده په اصلي نامه خلک زیات وي نو په دغه لقب(یعني حاجي) لیکلو سره دده صرف مقصد امتیاز وي دنورو خلګو څخه بیا به روا وي.خو بیا هم دعلماء نظر دادی: چې حج کونکې ته که خلګ حاجي وایې په دي کې څه باک نسته پروا نلري او دحاجي لپاره په خپله دخپل نوم سره ددغه (حاجي) لفط لیکل دریاکاری څخه خالي نه دی او عباداتو کې دامکان تر اندازي پټوالی مطلوب وي، نو لیکل یې غلط دي که ونه لیکل سي ښه به وي ځکه فقهاء، صوفیاء کرامو، محدثینو، اوسلف صالحینو (رحمهم الله تعالی) حجونه کړي دي او سره له دې چې هغه وخت کې حج کول ډېر تکلیف هم وو په پښو به تلل فقر او مسکنةهم زیات وو خو هغوی دخپل نوم سره دحاجي لفظ نه دی لیکلی.خو زما په نظر نه لیکل یې بهتر دي شیطان ډېر دوکه باز دی، داسي نه چې عملونه مو را خراب باطل کړي په حیلو او بهانو. نعوذ بالله من الشیطان الرجیم یادونه: که چا دخپل نوم سره دحاجي لفظ لیکلی وي هغه شخص وو خپل نیة او الله جل جلاله تر ما بین معامله ده، چې نیة یې څه دی، نو ورباندي دبد نیة ګمان کول په کار نه دی. والله اعلم بالصواب لمافي ردالمحتار علي درالمختار ، اعْلَمْ أَنَّ إخْلَاصَ الْعِبَادَةِ لِلَّهِ تَعَالَى وَاجِبٌ وَالرِّيَاءَ فِيهَا، وَهُوَ أَنْ يُرِيدَ بِهَا غَيْرَ وَجْهِ اللَّهِ تَعَالَى حَرَامٌ بِالْإِجْمَاعِ لِلنُّصُوصِ الْقَطْعِيَّةِ، وَقَدْ سُمِّيَ - عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ - الرِّيَاءُ: الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ، ردالمحتار على درالمختار جلد ٦ صفحه ٤٢٥ كتاب الحظر والاباحة، فصل في البيع. وهكذا في المرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح ، عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: " «إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ، وَإِنَّمَا لِامْرِئٍ مَا نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ، فَهِجْرَتُهُ إِلَى اللَّهِ، وَرَسُولِهِ، وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى دُنْيَا يُصِيبُهَا، أَوِ امْرَأَةٍ يَتَزَوَّجُهَا فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ» ". مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ.، مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح جلد اول صفحه ٤٠ وهكذا في البحر العميق ، یجب اولا علی من اراد الحج إخلاصه الله تعالى سبحانه فإنه لايقبل الا الخالص لوجهه الكريم، فيصحح قصده ويخلص نيته ويجردها عن الرياء والسمعة، واليحذر عن دقائق غرور النفس من حبها مدح الناس اياه وتسميتهم له بالعابد وغير ذلك والاخلاص شرط في جميع العبادات. ارشاد الساري (ص: 7)مقدمة في آداب مريد الحج. الرابع من تبطن نفسه الریاء وتخفیه عنه حتی لایکاد یحس به وذلک حبه لقول الناس: قد حج فلان، ولتقلبه وتسمیتهم بالحج فهی تتوق إلى ذلك وتبرهج عليه بحب الحج، وهذا من دقائق الغرور، فيجب الحذر منه البحر العميق:جلد اول صفحه ٢٩٠ الباب الثاني: في الرقائق المتعلقة بالحج واسراره. كتبه م.م نقيب الله حليم

Comments