اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
February 17, 2025 at 04:28 AM
خپله ګناه په ډیرو وجهو چاته مه وايه اول خو د وياړ خبره نه ده دوهم كه توبه وباسي بیا هم دخلګو عادت دادی چي دچا بدکار یی یو وار لیدلی وی هغه ته همیشه دهغه بدکار په نظر ګوری دریم دالله تعالی د معافی قابل نه یی ځکه رسول الله مبارک فرمایی : " كُلُّ أُمَّتِي مُعَافًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ، [البخاري، صحيح البخاري، ٢٠/٨] زما ټول امت قابل دمعافی دی نه هغه کسان چه په ښکاره ګناه کوی څلورم الله تعالی دګناه دښکاره کونکی نشرونکی لپاره د سخت عذاب فیصله کړی ده ﴿ إِنَّ ٱلَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ ٱلۡفَٰحِشَةُ فِي ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ فِي ٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِۚ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ وَأَنتُمۡ لَا تَعۡلَمُونَ ﴾ [النور - ١۹] مختصره ترجمه هغه کسانولره دردناک عذاب دی چي په مؤمنانوکی فحشا نشرول خوښوی پنځم. دګناه داظهار دا تاوان دی چي بیا خلګ په ګناه جرئت مند کیږی ګناه په نظر کی عادی ورځی بیا اسلامی ټولنه فاحشه اوبدکاره جوړیږی کتبه م۔م نقيب الله حليم

Comments