اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
February 17, 2025 at 06:40 PM
د امام ابو حنیفه رحمه الله د ذهانت یو زړه راښکونکی واقعه په دې اړه د امامنا العلام حضرت امام اعظم ابو حنیفه نعمان بن ثابت رحمه الله یوه ډېره زړه راښکونکې واقعه ده، چې علامه ابن نجیم مصري نقل کړې ده. یو ځل له امام ابو حنیفه رحمه الله څخه د یوه داسې شخص په اړه پوښتنه وشوه چې وایي: زه نه د جنت هیله لرم، نه د دوزخ څخه وېرېږم، نه د الله تعالی ویره لرم، زه مردار خورم، زه بې له قرائت، رکوع او سجده څخه لمونځ کوم، زه د هغو شیانو شاهد یم چې ما نه دي لیدلي، زه د حق څخه انحراف کوم، زه فتنه خوښوم. د امام صاحب شاګردانو وپوښتل: "حضرت! د داسې شخص حکم څه دی؟ آیا دا سړی مسلمان کېدای شي؟" امام ابو حنیفه رحمه الله وفرمایل: "هو! دا شخص مسلمان دی، ځکه چې دی "يَرْجُو الله، لا الجَنَّةَ"، یعنې د الله تعالی امید لري، نه د جنت. هغه ته د الله تعالی رضا مهمه ده، نه جنت. هغه د الله تعالی له عذاب څخه وېرېږي، نه له دوزخ. هغه د الله تعالی ویره نه لري، یعنې دا مطلب لري چې دی نه وېرېږي چې الله تعالی به پر ده ظلم وکړي. مردار خوړل یعنې دی کب او ملخ خوري. بې له قرائت، رکوع او سجده څخه لمونځ کول یعنې د جنازې لمونځ ادا کوي. د نه لیدل شویو شیانو شاهد کېدل یعنې دی د الله تعالی وحدانیت، جنت او دوزخ شاهدی ورکوي. د حق نه خوښول یعنې دی مرګ نه خوښوي، حال دا چې مرګ حق دی. او د فتنې خوښول یعنې دی د اولاد او مال سره محبت لري، چې دا دواړه فتنه او ازموینه ده. فَقَامَ السَّائِلُ وَ قَبَّلَ رَأْسَهُ، وَ قَالَ: " أَشْهَدُ أَنَّكَ لِلْعِلْمِ وِعَاءٌ." دا ټول ځوابونه اورېدلو وروسته، پوښتونکی سړی پاڅېد، د امام صاحب تندی یې ښکل کړ، او ویې ویل: "زه شهادت ورکوم چې تاسو د علم خزانه یاست." الاشباه والنظائر مع الحموی جلد ٨ صفحه ٣٦٨ باب الفن السابع، الحكايات والمرسلات كتبه م.م نقيب الله حليم
❤️ 2

Comments