اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
February 19, 2025 at 05:02 AM
الاستفتاء
څه فرمايي مفتيان کرام په دي مسئله کي چي یوسړی په یوه کار کی نذر کښېږدی او هغه کار یی هم بشپړ سو او ده پسه نذر کړی وی نو ایا اوس دغه سړئ دپسه دقیمت په اندازه پېسې فقیرانو ته ورکولای سې که به خامخا پسه حلالوی او غوښی به یی خیراتوی ؟
بينوا تؤجروا
الجواب بتوفیق الله تعالى محترمه ستاسو دپوښتني فه جواب كي به ووايوچي کله یو شخص په ځان باندی نذر کښېږ دی که زمان فلانې کار اوسو زه به پسه حلالوم اوخیراتوم اوس هغه کار اوسو نودغه شخص اختیار لری دچی عینی هغه پسه حلال کړي بیا یی خیرات کړی اوکه ددغه پسه قیمت خیرات کړی.
لمافي الدر المختار مع رد المحتار (نذر أن يتصدق بعشرة دراهم من الخبز فتصدق بغيره جاز إن ساوى العشرة) كتصدق
الدر المختار مع رد المحتار جلد ٥ صفحه ٥٢٥ مکتبه دار الکتب العلمیه بیروت لبنان
وهكذا في مجمع الانهر فی شرح ملتقی الابحر ، نذر لفقراء مكة جاز الصرف إلى فقراء غيرهانذر أن يتصدق بعشرة دراهم من الخبز فتصدق بغيره جاز إن ساوى العشرة .
مجمع الانهر فی شرح ملتقی الابحر جلد ٢ صفحه ٢٧٦
وهكذا في الحاشیه الطحطاوی ، نذر أن يتصدق بعشرة دراهم من الخبز فتصدق بغيره جاز إن ساوى العشرة كتصدقه بثمنه
الحاشیه الطحطاوی باب مایلزم الوفاء به جلد اول صفحه ٦٩٨
كتبه م.م نقيب الله حليم