اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
February 20, 2025 at 10:17 AM
۱. سبحان الله وبحمده سل ځله ویلو فضیلت: رسول الله ﷺ وفرمایل: څوک چې په ورځ کې سل ځله "سبحان الله وبحمده" ووايي، د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د دځګ په اندازه (ډېرې) وي. (البخاري ۶۴۰۵، مسلم ۲۶۹۱) تشریح: د سبحان الله وبحمده ویلو په برکت، انسان ته ډېر ثوابونه ورکول کېږي او د ده ګناهونه معاف کېږي. دا یو ډېر اسانه ذکر دی، چې ویل يې یوازې څو ثانیې وخت نیسي، خو لوی اجر لري. ۲. دوه داسې کلمې چې ډېر ارزښت لري: رسول الله ﷺ وفرمایل: "دوې کلمې دي چې د ژبې لپاره اسانه، خو په ترازو کې ډېر درنې دي او د رحمن (الله) سره ډېرې محبوبې دي: سبحان الله وبحمده سبحان الله العظيم" (البخاري ۶۶۸۲، مسلم ۲۶۹۴) تشریح:دا ذکر نه یوازې دا چې د حساب په ورځ به زموږ حسنات دروند کړي، بلکې دا د الله تعالی سره ډېر محبوب ذکر دی. ۳. د ذکر فضیلت او ثواب: رسول الله ﷺ وفرمایل: "زه دا ډېر خوښوم چې سبحان الله، الحمدلله، لا اله الا الله، او الله اکبر ووايم، تر هغه څه چې لمر پرې راخيږي." (مسلم ۲۶۹۵) تشریح:دا کلمې ډېرې ارزښتناکې دي، او د دنیا د نعمتونو نه غوره دي. دا موږ باید د ورځې په اوږدو کې تکرار کړو، تر څو د الله تعالی رضا حاصله کړو. ۴. د خوړو او څښاک وروسته حمد ویلو اهمیت: رسول الله ﷺ وفرمایل: "الله تعالی له بنده خوشحالیږي، کله چې هغه خواړه وخوري او حمد ووایي، یا کله چې څښاک وکړي او حمد ووایي." (مسلم ۲۷۳۴) تشریح:د خوراک او څښاک وروسته الحمدلله ویل نه یوازې د شکر ادا کول دي، بلکې دا د الله رضا هم حاصلوي. ۵. په ورځ کې زر حسنات ګټل: رسول الله ﷺ وفرمایل: "آیا تاسو څخه څوک ناتوانه دی چې هره ورځ زر نیکۍ ترلاسه کړي؟" یو سړي پوښتنه وکړه، څنګه زر حسنات ترلاسه کولای شو؟ نبي ﷺ وفرمایل: "که څوک سل ځله تسبيح (سبحان الله) ووايي، نو الله تعالی به ده ته زر حسنات ولیکي، یا به زر ګناهونه معاف کړي." (مسلم ۲۶۹۸) تشریح:دا ډېر اسانه عمل دی، خو ګټه یې ډېره زیاته ده. که څوک غواړي زر حسنات وګټي، نو دا ذکر دې هره ورځ وکړي. ۶. یو جامع ذکر: رسول الله ﷺ وفرمایل: "سبحان الله وبحمده، عدد خلقه، ورضا نفسه، وزنة عرشه، ومداد کلماته." (مسلم ۲۷۲۶) تشریح:دا یو داسې ذکر دی چې د الله د مخلوقاتو د شمېر، د هغه د رضا، د عرش د وزن، او د کلمو د رنګ په اندازه اجر لري. دا یو ډېر جامع ذکر دی، چې باید هره ورځ ویوایو. د دې حديثونو له مخې، موږ باید د سبحان الله، الحمدلله، لا اله الا الله، او الله اکبر ذکر ډېر وکړو، د خوړو او څښاک وروسته الحمدلله ووايو، او د ورځې لږ تر لږه سل ځله تسبيح ووايو، تر څو ډېر اجر او ثواب ترلاسه کړو. کتبه م۔م نقيب الله حليم

Comments