اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
February 21, 2025 at 12:21 PM
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته مفتي صاحب محترمه موږته دحج طريقه وښايه ډيره مهرباني به دي وي چي دحج د اداکولو طريقه راته بيان کړي موږبه دلته درته ډيري دعاګانې کوو وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته حاجې صاحب محترمه ماته به خامخا دعاګانې کوې چي کله دنبي کريم صلى الله عليه وسلم زيارت ته ورسې نو زها لطرفه به سلام ورته وايي:الله جل جلاله ستاسو حج درنه قبول کړي او بيرته په خير خپل وطن ته راسې دحج طريقه په لنډول داده کله چي حاجی مقيات ته ورسي نو له هر څه نه مخكي بايد اودس يا غُسل وکړي غسل کول غوره دي ، بيا احرام (یولنګ او يو څادر چي نوی يا منځل شوی وي) واغوندي او خوشبوئي به هم ولګوې ،دوه رکعته لمونځ د اداکولو وروسته به د حج نيت وکړي دنيت په پای کې به تلبيه ووايې او دتلبيې په الفاظو کې به کمی نه راولي . کله يې چې تلبيه وويله نوحاجی پوره محرم شو او د عبثو خبرو ،جنګ کولو،حلالي کولو ښکار کولو ،خولۍ او پګړﺉ په سر کولو ،سر اومخ پټولو،خوشبويی استعمالولو،ويښتانوخريلو،نوکانو اخيستلواو داسې موزو يادګوټونو په پښوکولوڅخه چې ښنګري پټوي بايد ځان وساتې حمام ته ننو تل غسل کول اودملاڅخه هميانۍ تړل ورته روا دي . کله چې حاجې احرام وتاړه نوپه هر لمانځه پسي به تلبيه ډيره ډيره وايې او هم به اوچتو ځايونو ختلو او ښکته کيدلو په وخت کې تلبيه وايي څه وخت چې مکي ته ورسيد کعبې ته به لاړشي او دهغې په ليدلو به تهليل او تکبير داسې ووايي : لااله الاالله والله اکبر ،بيا به حجرالاسود ته مخ واړوي تکبير تهليل او درود به ووايي،.وروسته له هغې به لاسونه غوږونوته پورته کړي او که توان اوقدرت يې وي حجرالاسود به ښکول او مسحه کړي . بيا به د بيت الله شريف او حطيم (حطیم هغه ځای دی چه په بیت الله پورې اړه لري) په څاپیر له ښی خوا نه په طواف شروع وکړی او اوه ګردشه به پوره کړی په داسې ډول چه په دریو لومړيو ګردشونو کې به پهلوانی تګ کوي او په نورو څلورو ګردشونوکې به په عادي حال ګرځي . که وسه يې کيدله نوپه هرګردش او طواف په پای کې به حجرالاسود ته په رسيدو سره هغه ښکول او مسحه کړي او که وسه يې نه وه نو مخامخ به ورته ودريږي او د هغې په لور به د امسا يا لاس په ورغزولو سره د مسح کولو په څير اشاره کوي . داطواف سنت دی او د طواف قدوم په نامه ياديږي . هرکله چه له طواف څخه خلاص شي نوبيا به دوه رکعته لمونځ په مقام ابراهيم او يا دجومات بل داسې ځای کې وکړي چه هلته امکان لري . وروسته له هغوبه صفاته وخيږي او دبيت الله په لور به مخ کړي ،تکبير ،تهليل او درود به ووايي او دلاسونو په پورته کولوسره به خپل ځان او نورو ټولو مؤمنانو ته د خير دعا وکړي .بيا به په عادي تګ سره مروی ته کوز شي . کله چې دصفااو مروی منځ ته ورسيږي نو دميلين احضرين (دوه شنوڅلو) ترمنځ به سعی او منډه وکړي او مروی ته به د رسيدو په وخت کې د بيت الله په لور مخ کړي او دصفا دعا ګاني به وکړي . دصفا او مروی تر منځ تګ راتګ چې له صفا نه يې پيل کوي او په مروی يې ختموي ټول اوه ګردشه پوره کوي په داسې ډول چې هر ځل تګ يو ګردش او بيرته راتګ بل ګردش شميرل کيږي . د ذی الحجی د اتمې ورځې مناسک : حاجی به د ذی الحجی د اتم ورځې (چي د ترويه ورځ يې بولي ) د سهار د لمانځه نه ورسته مِنی ته لاړشي او نهمه شپه به هلته په منا کې وکړي . د ذی الحجی د نهمی ورځې مناسک : حاجی به د ذی الحجی په نهمه ورځ عرفات ته لاړشي او دلمر د زوال نه وروسته به دماسپښین او مازديګرلمونځونه په يو آذان او دوه اقامتونو سره په یو وخت کې په جماعت وکړي او که چا په يواځې ځان سره بې له جماعت لمونځ کاوه نو دهر وخت لمونځ به بيل بيل او په خپل وخت اداکړي . بيا به دعرفات په غونډۍ چي جبل الرحمت نوميږي ودريږي اوپه پوره عاجزۍ او زارۍ سره به دخير دعاګانې وکړي . دبطن عُرينه نومی ځای نه پورته د عرفات نور ټول ميدان د موقف (ددريدو ځای) دی ،کله کله چي لمرپريوځې نو حاجی به په آرام ډول مزدلفې ته لاړ شي او هلته به د مشعرالحرام سره نژدي شپه وکړي ځکه چې په دغه ځای کې شپه کول مستحب دي . همدلته به حاجيان د امام سره يو ځای د ماسخوتن په وخت کې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په یو اذان او يو اقامت په جماعت سره وکړي. خو که چا د ماښام لمونځ په لار کې يوازی کړی ؤ نو بيا پرې د لمانځه ګرځول لازم دي څو دامام سره يې په جماعت ادا کړي . د ذی الحجی د لسمی ورځې مناسک : کله چه په مزدلفه کې په حاجيانو سبا شي نو په تياره کې به د سهار لمونځ د امام سره په جماعت وکړي اوخپل ځان او نورو مسلمانانو ته به دعا وکړي .پرته له بطن محسر څخه د مزدلفې ټوله ځمکه موقف (د دريدو) ځای شميرل کيږي . بيا به د لمر ختلو نه مخکې د عقبې جمرې د ويشتلو لپاره د منی په لور روان شي ،اوهلته به په اوو کاڼو جمره وولي کله چه له جمري ويشتلو نه وزګار شي نو بيا به ذبح (حلاله )وکړي او خپل سر او سنت به هم وخروي .بيا به مکی ته راشي طواف زيازت به وکړي – اوس د احرام ټولی پابندی ختمی شوی . د اختر له دريمې ورځې نه وروسته ددی طواف کول مکروه دي او په وروسته کوونکوي يې دم لازميږي وهكذا قال في الفقه الميسر، جـلد اول صفحه ٢٤١،الكتاب السادس في الحج، قسم العبادات كتبه م.م نقيب الله حليم

Comments