اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
March 1, 2025 at 04:53 AM
🔮 د هغه لارښوونې چې موږ د نبي کریم ﷺ له سنتو څخه د خوړو په اړه په عمومي توګه، او د روژه ماتي په اړه په ځانګړي توګه زده کوو، درې مهم اصول دي: ۱- نبي ﷺ به د روژه ماتي لپاره لومړی په رطب (تازه خرما) افطار کاوه، که به نه وې، نو په وچه خرما، او که دا هم نه وه، نو به یې څو غوړپې اوبه څښلې. ✴ د دې دلیل د ابو داود له حدیث څخه اخستل شوی، ثابت البناني وایي، چې انس بن مالک رضي الله عنه وفرمایل: رسول الله ﷺ به د لمانځه تر مخه په رطبو روژه ماته کوله، که به رطب نه وې، نو په وچه خرما، او که به دا هم نه وې، نو به یې څو غوړپې اوبه څښلې. 📙 سنن أبي داود، حدیث: ۲۳۵۶ ۲- نبي ﷺ به د لمر لوېدو سره سم سمدستي روژه ماتوله 🔴 لکه څنګه چې یې په حدیث کې فرمایلي دي: "خلک به تل په خیر کې وي تر څو چې د روژه ماتي کولو کې تلوار کوي." 📘 بخاري: ۱۹۵۷، مسلم: ۱۰۹۸ ۳- نبي ﷺ به د خوړو او څښاک په مهال خپل معده نه ډکوله 🟡 لکه څنګه چې یې فرمایلي دي: "د انسان لپاره تر ټولو بد ظرف د هغه خیټه ده، انسان ته بسنه کوي څو مړۍ چې ملا یې سمې شي، که حتمي وي، نو باید دریمه برخه د خوړو، دریمه د اوبو، او دریمه د ساه اخیستو لپاره وي." 📔 سنن الترمذي: ۲۳۸۰

Comments