اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
March 1, 2025 at 05:21 AM
قال النبي ﷺ: اذا دخل رمضان فتحت ابواب الجنة وغلقت ابواب جهنم وسلسلت الشیاطین. ژباړه: مبارک ﷺ فرمایي: کله چې د رمضان میاشته داخله سې، نو د جنت دروازې خلاصې سې، او د جهنم دروازې بندې سې، او شیطانان په زنځیرونو باندې وتړل سې. حضرت امام بخاري ؒ د دې حدیث شریف تشریح داسې کوي، وایې: "فتحت ابواب الجنة" کنایي ده له دې څخه چې انسان ته د هغو نیکو اعمالو توفیق ورکړل کېږي، کوم چې جنت ته د داخلېدلو سبب وي. "غلقت ابواب جهنم"بیا کنایي ده له دې څخه چې روژه دار له داسې اعمالو نه محفوظ وي کوم چې جهنم ته د داخلېدلو سبب وي."سلسلت الشیاطین"د شیطانانو تړل بیا کنایي ده له دې نه، چې له شیطانانو څخه هغه قوت ختم کړل سې، د کوم قوت په وجه چې دوی مسلمانان دوکه کوي. اعتراض! چې شیطانان وتړل سې نو بیا په مسلمانانو باندې ګناهونه څوک کوي؟ ځواب: د شیطان اثرات د انسان په طبع کې دومره مظبوط سوي وي، چې له ګناه سره د انسان نفس عادت سوی وي، د خپل نفس د تقاضا په وجه له انسان څخه ګناه صادرېږي. انسان په روژه کې د شیطان له دوکه کولو څخه محفوظ وي، خو په نفسي ګناه کې اخته وي. بخاري رقم الحدیث ۳۲۷۷ کتبه م۔م نقيب الله حليم
❤️ 1

Comments