اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
اِرشَــادُالحق اِدارَه ده اسلامي معلوماتو چینل
March 1, 2025 at 10:36 AM
د رُبَیِّع بنت مُعوِّذ رضي الله عنها نه روایت دی، چې ویلې یې دي: "موږ به خپلو ماشومانو ته د عاشوراء د ورځې روژه نیوله، او موږ به دوی ته د وړۍ (صوفي) لوبې جوړولې. کله چې به دوی د لوږې له وجې ژړل، موږ به هغه لوبې ورکولې، ترڅو چې د روژه ماتې وخت را ورسېږي." 📘 (بخاري، حدیث ۱۹۶۰) د حدیث شرح: ✅ رُبَیِّع بنت مُعوِّذ رضي الله عنها بیانوي چې: 🔰 دوی به د عاشوراء ورځ روژه نیوله، کومه چې د اسلام په اول وخت کې فرض وه. 🍂 دوی به خپل کوچني ماشومان هم روژې ته هڅول، او د هغوی لپاره به یې د وړۍ (صوفي) رنګینې لوبې جوړولې. 💥 کله چې به ماشومان د لوږې له وجې ژړل، نو دوی به دغه لوبې ورکولې، تر څو د روژه ماتې وخت ته ورسېږي. دا کار د دې لپاره و، چې ماشومان له ماشومتوبه روژې ته وروزل شي او عبادت ته یې اماده کړي. ✔ که دا طریقه د عاشوراء په روژه کې وه، نو د رمضان روژې لپاره لا مهمه ده. د حدیث احکام او دلالت: 🔹 ماشومان باید د روژې عبادت ته وروزل شي. 🔹 که صحابي ووايي: "موږ فلانکی کار د نبي ﷺ په وخت کې کاوه"، نو دا حدیث د نبي ﷺ قول یا تایید ګڼل کېږي. 🔹 که نبي ﷺ له یو کاره منع نه وي کړې، نو دا د هغه د تایید نښه ده. دا حدیث د ماشومانو د اسلامي روزنې او د دوی د عبادت ته هڅولو لپاره ډېر مهم دی. لس کلن ماشوم او روژه هغه لس کلن ماشوم چې د قوت او صحت له پلوه په آسانۍ سره روژه نیولی شي، په پلار او مسؤل باندې لازم ده چې روژه پرې ونیسي او د روژې د نه نیولو په صورت کې یې بغیر له لرګي څخه وهلی هم شي !! ردالمحتار جلد ٢ صفحه ١١٧ . نوټ:ځیني خلک دا فکر کوي چې ماشوم ترڅو بالغ شوی نه وي، بیخي دې روژه نه نیسي ، خو شریعت مطهره بیا وایي چې ماشوم باید د عبادت له فرضیت څخه مخکې تیار ورسره آشنا او عادت وي تر څو د بلوغ په وخت کې پرې بوج نشي. _و أکثر الناس عنها غافلون_ كتبه م.م نقيب الله حليم

Comments