
حماد الأفغاني
February 27, 2025 at 10:03 AM
*عمر بن عبدالعزيز رحمة الله عليه پر يوه ډله تيريدی چې اور يي بل کړي وو ، نو غږ يې پر وکړ: يا اهل الضوء ,, أې د رڼا خاوندانو,,*
*اهل النار يې ورته ونه ويل، ځکه چې مناسب یې ونه ګڼله، او د هغوی د احتمالي خفګان څخه يې مخنیوی وکړ..*
*حسن او حسین رضي الله عنهما يو سړی وليد چې اودس غلط کوي، او دوی دواړه کشران ول، مناسب يې ونه ګڼله چې هغه ته ووايي چې اودس دي غلط دی.*
*سري ته یې وویل: زموږ دواړو اودس وګوره چې کوم يو يې ښه کوي ، دواړو اودس پيل کړ، سړی پوه شو، ورته یې وویل: ستاسو دواړو اودس سم دی، زما غلط دی.*
*امام غزالي رحمه الله ته يو کس راغلی، او ورته یې وویل: څوک چي لمونځ نه کوي، حکم یې څه دی؟*
*هغه ځواب ورکړ: حکم يې چې په مينه يې تر لاس ونيسه، او د ځان سره يې جومات ته يوسه..*
*نوټ:👇*
*ژوند ټول اسلوب او محبت دی، عيبونه او ټاپې ندی
الله تعالی دي مونږ ته نيک اخلاق رانصيب کړي
❤️
5