
حماد الأفغاني
64 subscribers
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

غزه کې مبارزه پر محدوده جغرافیه د جګړې معنی نه لري، بلکې دا د امت د مقدساتو د لومړي خط مبارزه ده، که مسلمانان پر دې شریکو ارزښتونو هم خاموش پاتې شي، بیا نو زموږ را ویښېدل تر اوږد مهاله امکان نه لري. #نحن_مع_غزة


*د الله ﷻ ياد د هغه او بنده تر منځ تر ټولو لويه پرانستې دروازه ده!*

*زرينې کرښې* ما تل هڅه کړې ده چې د خلکو عيبونو پلټنې پر ځای د هغوی خوبۍ او ښېګڼې وپلټم، د ښکلا په تلاش کې چې څومره خوند دی هغه په بل هيڅ شي کې نشته! د ښېګڼو په پلټنه سره سړی خپلې ښېګڼې زياتولی او ځلولی شي. مولانا ابو الکلام ازاد دا له زرو ارزښتناکې کرښې بيا بيا ولولىّ، دا مو ژوند بدلوی، مثبت کولی او رغولی شي. اللهم ... صرف قلوبنا.

*#مفتيانو لپاره دقیقه مسئله!* د الله ﷻ او رسول ﷺ مقابل کې د خلکو رضا او خوښه ترلاسه کول حرام کار دی. (یحلفون بالله لکم لیرضوکم، والله ورسوله احق أن یرضوه)، مولانا تهانوي رحمه الله د دې موضوع په ترڅ کې کاږي: متاسفانه د دین په برخه کې هم د خلکو د خوشالولو هڅې کیږي! د بېلګې په توګه یوه مفتي صیب نه کوم نابلده کس د یوې مسئلې پوښتنه وکړي، نو ځواب او فتوی په ډاګه او لکه څرنګه چې یې هماغسې ورته بیان کړي. خو که کوم شناخته او ملګری همدا مسئله ورنه وپوښتي، یا داسې څوک د همدې مسئلې باره کې پوښتنه ورنه وکړي چې هغه څه ګټه ورته رسوي یا مرسته ورسره کوي؛ نو بیا فتوی هماغسې نه وي، لکه کوم نابلده ته یې چې ورکړې یي! بلکې دلته فتوی نرمه یي او اسانتیاوې په کې رایستل شوې یي! او دا د الله ﷻ او رسول ﷺ د رضا په مقابل کې د خلکو د خوشالولو په ګناه کې راځي. مولانا تهانوي رحمه الله دلته یوه ټوکه راخیستې ده هغه داسې چې چرته د کوم ملا امام په کلیوالو کې دوه خانان وو، یو موسی خان او بل عیسی خان نومیده، نو ملا صیب به چې کله لمانځه کې د "الأعلی" سورت تلاوت کوه وروستی ایت به یې داسې تلاوت کوه: صُحُفِ ابراهیم و عیسی وموسی. خطبات حکیم الأمة 16/15

*دویمه غلطي مه کوئ* *په ساده ټکو د ستونزو او فسادونو یوازنی حل دا دی چې "دویمه غلطي مه کوئ". د یوې ډلې له خوا لومړۍ غلطي؛ د فساد او شخړو لامل نه ګرځي، تر څو چې دویم لوری دویمه غلطي ونه کړي! لکه له یوه لاسه تړس نه خېږي داراز یوازې په لومړۍ غلطي سره هم فساد نه رامنځته کېږي.* *که زموږ ټولنیز ژوند کې له فرد/ډلې یوه غلطي وشي او مقابل لوری دویمه غلطي ونه کړي، نو د فساد او شخړو مخه به یې نیولې یي او ستونزه به ژر ختمه او له منځه ولاړه شي او که مقابل لوری متقابل اقدام کوي او دویمه غلطي کوي؛ مطلب یې دا دی چې ستونزې او شخړې غځوي او زیاتوي.* *المهم له لومړۍ غلطي وروسته دویمه غلطي کول؛ پر اور د پیټرولو پاشل دي او له لومړۍ غلطي وروسته دویمه غلطي نه کول؛ ګواکې پر اور اوبه پاشل دي.* #تکرار

*د هر بوډا خبره ګټوره نه يي، ځکه احمقان هم بوډاګان کېږي! افريقايي #متل*

*#هوښيار وايي: د انسان عقل داسې دی چې ورته ووايې څناوره! خپه شي او چې ورته ووايې: زمريه! خوشاله شي!!*

*د ګناه پېغور* *رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې خپل مسلمان ورور ته د کومې ګناه پېغور ورکړي، له مرګ مخکې به دی پخپله په هغه ګناه اخته کیږي. عن معاذ بن جبل قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من عير أخاه بذنب لم يمت حتى يعمله. رواه الترمذي والطبراني.* *د حدیثو شارحین لیکي: بل ته د ګناه پېغور ورکول له هغې ګناه بدتره ګناه ده. او دا کار زموږ ټولنه کې ان ځینې هغه خلک هم کوي چې د دینداري ادعا لري! یو څوک له ګناه منعه کول د ثواب او لوی اجر کار دی، خو دا کار #حکمت او پوهه غواړي او په پېغور او سرزوري هیڅکله نه کیږي. بلکي ګناهونه زیږوي.*

*عمر بن عبدالعزيز رحمة الله عليه پر يوه ډله تيريدی چې اور يي بل کړي وو ، نو غږ يې پر وکړ: يا اهل الضوء ,, أې د رڼا خاوندانو,,* *اهل النار يې ورته ونه ويل، ځکه چې مناسب یې ونه ګڼله، او د هغوی د احتمالي خفګان څخه يې مخنیوی وکړ..* *حسن او حسین رضي الله عنهما يو سړی وليد چې اودس غلط کوي، او دوی دواړه کشران ول، مناسب يې ونه ګڼله چې هغه ته ووايي چې اودس دي غلط دی.* *سري ته یې وویل: زموږ دواړو اودس وګوره چې کوم يو يې ښه کوي ، دواړو اودس پيل کړ، سړی پوه شو، ورته یې وویل: ستاسو دواړو اودس سم دی، زما غلط دی.* *امام غزالي رحمه الله ته يو کس راغلی، او ورته یې وویل: څوک چي لمونځ نه کوي، حکم یې څه دی؟* *هغه ځواب ورکړ: حکم يې چې په مينه يې تر لاس ونيسه، او د ځان سره يې جومات ته يوسه..* *نوټ:👇* *ژوند ټول اسلوب او محبت دی، عيبونه او ټاپې ندی الله تعالی دي مونږ ته نيک اخلاق رانصيب کړي

#راتلونکي جمعې شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ) د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي. امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي. حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟ صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟ د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله. عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی. ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي : 1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول. 2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول. 3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.