خانقاه عالیه نقشبندیه مجدديه عمريه ابراهیمه کابل
خانقاه عالیه نقشبندیه مجدديه عمريه ابراهیمه کابل
February 4, 2025 at 03:01 PM
*د جنازې خبرتیا!* شیخ القران والحدیث، د طریقت په سپېڅلي مسیر د زرګونه مسلمانانو استاد او مرشد، د نفسي تزکیې دروند روحاني لارښود، د نقشبندیه مقدسې لارې روڼ مشأل او د متعال رب په معرفت کې په لوړو درجو نازول شوی، الحاج *خلیفه صاحب عبدالرزاق "نقشبندي"* رحمه الله له دې فاني نړۍ د ۷۴ کالونو په عمر رحلت وکړ. د ارواښاد الحاج خلیفه صاحب رحمه الله د جنازې مراسم سبا چهارشنبه ورځ، د غزني ولایت، پنه (ګیرو) ولسوالۍ مربوط *"دیسي"* کلي کې سهار ۹ بجې اداء کېږي. ټول هیواد وال د ارواښاد خلیفه صاحب شاګردان او ټول خواخوږي او دوستان دې خبر وي. انا لله وانا الیه راجعون.
😢 ❤️ 😂 27

Comments