خانقاه عالیه نقشبندیه مجدديه عمريه ابراهیمه کابل
خانقاه عالیه نقشبندیه مجدديه عمريه ابراهیمه کابل
February 6, 2025 at 10:34 AM
*د تسليت پیغام :* د غزني ګېرو ولسوالي د شیخ الحدیث والتفسیر الحاج مولوي عبدالرزاق نقشبندي ( د دیسي خلیفه صیب ) د وفات په تړاو دکابل قلعه جواد دحضراتو د ځای ناستي قطب المشائخ عالیقدر حضرت احمد امین جان اغاصاحب لخوا د ډاډ ګېرني اوهمدردۍ پیغام: بسم الله الرحمن الرحیم کل نفس ذائقة الموت په ډېره خواشیني سره مو خبر ترلاسه کړ چې دهیواد علمي او معنوي ستوری او دطریقت دسپېڅلې تګلاري لاروی او لارښود شیخ الحدیث والتفسیر الحاج مولوي عبدالرزاق ( د دیسي خلیفه صیب ) زموږ له منځ څخه تل پاته دنیا ته وکوچېد . انالله واناالیه راجعون دحضراتو د ځای ناستي په توګه د قلعه جواد د خانقاه شریفي د کشرانو حضراتو ، خلیفه صاحبانو او مخلصینو په استازولي د مرحوم خلیفه صاحب درنې کورنۍ شاګردانو او متعلقینو ته د ډاډ ګېرني او خواخوژي څرګندولو ترڅنګ په دې خبره ټینګار کوم چې د داسي شخصیتونو سپېڅلې تګلاره کماحقه تعقیب کړئ او په خپلو سینو کې دمعنویاتو مشالونه ځلاند وساتئ. رب کریم دي دخلیفه صاحب ټول خدمتونه په خپل عالي دربار کې قبول وګرځوي واقعا د علومو د خدمت په برخه کې یې د حضرات کرامو تګلاره په ښه ډول پلې کړه په وفات سره یې ستره خلا محسوسېږي رب کریم ج دې دا خلا په ښه شخصیت راته ډکه کړي. امین یارب العالمین. حضرت احمد امین اسمعیل مجددي
❤️ 👍 😢 12

Comments