
ARG - ارگ
February 8, 2025 at 02:24 PM
*د رښتیا ګټه*
*ربعي بن خراش العبسي رحمه الله مشر تابعي و، عمر بن الخطاب، علي بن ابي طالب او نورو رضي الله عنهم نه یې حدیثونه روایت کړي، ویل کیږي ده هیڅکله دروغ نه ویل! د ده دوه زامن حجاج بن یوسف ته مطلوب وو، د هغه پولیس به ورپسې ګرځیدل او نه یې شوی موندلی، یوه ورځ چا حجاج ته وویل: له پلاره یې پوښتنه وکړه، هغه دروغ نه وایي، حجاج یې پلار وروغوښت، ویې پوښتی چې زامن دې چرته دي؟ ده ورته وویل: هغوی نن کور ته راغلي، کور دي! حجاج ورته وویل: ورځه! ستا د رښتیا له برکته مو هغوی بښلي دي! وفیات الأعیان لابن خلکان*
*پایله: په رښتیا کې نجات ده. (الصدق ینجي).*
❤️
👍
18