
ARG - ارگ
February 9, 2025 at 09:17 AM
د حضرت ضیاء المشايخ محمد ابراهيم مجددي رحمه الله علمي، روحاني او سياسي شخصيت
زوکړه:
مبارک نوم يې محمد ابراهيم او له مجددي کورنۍ څخه و. په ۱۳۲۰ هجري قمري کال کې د هېواد پلازمېنې کابل په قلعه جواد کې د نوميالي عالم، عارف، فاضل او روحاني شخصيت جناب حضرت فضل عمر مجددي رحمه الله په کور کې زېږېدلی و.
زده کړې او تعلیمات:
په يوې منورې روحاني کورنۍ کې يې سترګې نړۍ ته پرانيستې او په يوه علمي روحاني چاپېریال کې رالوی شو، کله یې چې درس او تعلیم سر ته ورسېد، نو د مروجو ديني علومو زده کړه يې په ترتيب سره پيل کړه. لوی استاد يې د خپل وخت پياوړی ديني عالم مولوي يار محمد صاحب و. له نورو استادانو څخه يې هم د لوړو ديني علومو په زده کړه کې استفادې کړي او تر څنګ يې د اسلامي او بشري علومو او فنونو په برخه کې پراخه او هر اړخيزه مطالعه وکړه، تر دې چې د کمال پوړ ته ورسېد او د يوه پياوړي ديني عالم، فاضل مدرس او مبلغ په حيث د هېواد په مرکز او د شاوخوا سيمو په علمي حلقو کې وپېژندل شو او د ضياء المشايخ په درانه علمي لقب ونازول شو.
طريقت او ارشاد:
حضرت ضياء المشايخ د نقشبند د طريقې لاروی و. د طریقت او معرفت فیض و برکت يې له خپل عالم او عارف پلار جناب حضرت نور المشايخ رحمه الله صاحب څخه حاصل کړی و. د هغوی په ژوندانه په طريقت او معرفت کې د کمال تر پوړه رسيدلی و، نو ځکه د پلار له خوا خليفه ټاکل شوی و. د پلار له وفات وروسته د نقشبنديه طريقې د ارشاد پر مسند کيناست او د هغه د ځای ناستي په توګه د خپلو ارادتمندانو او نورو خلکو معنوي او روحاني لارښوونه ور تر غاړې شوه، چې د ژوند تر پايه يې دا چار په پوره اهتمام ترسره کړه.
علمي، روحاني او سياسي شخصيت:
حضرت ضياء المشايخ د خپل وخت پياوړی ديني عالم او عارف شخصیت و، د پلار تر وفات وروسته د نورالمدارس مدرسې د علمي او اداري چارو اهتمام ور تر غاړې شو؛ د دوی د علمي او عملي هڅو له برکته داسې پياوړې او مشهوره شوه چې په ټول هېواد کې يې ساری نه ليدل کېده. د ديني علومو زده کوونکو، طالبانو او مدرسينو ته له هر اړخه له زياتو معنوي او مادي امتيازاتو او سهولتونو برخمنه شوه. د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ديني علومو زده کوونکي راتلل، دغلته د علم او پوهې تر لوړې کچې رسېدل او له فراغت وروسته د ديني علومو د عالمانو، فاضلانو او مدرسينو په توګه ټولنې ته د ديني خدمت لپاره وړاندې کېدل.
حضرت ضياء المشايخ صاحب په روحاني ډګر کې هم ډېر ارادتمندان او پيروان پيدا کړل او د يوه پياوړي مرشد او روحاني شخصيت په توګه نه يوازې په خپل هېواد، بلکې د سيمې په هېوادونو کې هم وپيژندل شو.
همداراز، حقې لارې ته د بلونکي عالم او د ټولنيزو معنوي چارو د اصلاح او سمون لپاره په هېواد کې د فساد او الحاد د خپراوي پر ضد مبارزه او مجاهده کې د يوه مصلح او مبلغ په توګه پوره علمي او عملي جدوجهد وکړ.
د دوی علمي روحاني مسند، خانقاه او مدرسه په خپل وخت کې د ډېرو عامو او خاصو د راغونډېدو ځای، د ستونزو د هوارۍ او نېکو مشورو مرجع وګرځېده او له دې لارې يې په علمي، معنوي او روحاني ډګر کې د قدر وړ خدمتونه وکړل.
بندیخانه:
ضياء المشایخ رحمه الله د يوه پياوړي ديني عالم او روحاني شخصيت په توګه زموږ په هېواد کې د فساد او الحاد او نورو معنوي بدمرغيو او نادودو پر ضد د مجاهدې او اسلامي مبارزې د ډګر يوه منلی او مشهور شخصیت وپېژندل شو. کله چې په افغانستان کې د روسي ښکېلاک په مرسته د هغوی لاسپوڅی او ملحد رژيم واک ته ورسېد، نو د اسلام سپېڅلي دين، ديني عالمان او روحاني شخصیتونه ورته د خپلو شومو اهدافو پر وړاندې اساسي خنډونه ور څرګند شول، له همدې امله یې د مؤمنانو، په تېره بیا د ديني علماوو او روحاني شخصیتونو، په نيولو، بنديانولو او وژلو پيل وکړ؛ په همدې لړ کې حضرت ضياء المشايخ هم کمونستانو له اولادونو، د کورنۍ نورو غړو او ځينو ارادتمندانو سره د ۱۳۹۹هـ.ق کال د صفر په ۱۸ مه (چې د ۱۳۵۷ لمريز کال د جدي د مياشتې له ۲۸ نيټې سره سمون لري)، د جمعې په شپه له خپله کوره وویست او بيا يې تر اوسه احوال نشته.
رب العالمین جل جلاله ته ورحمیږي.🤲🏻
❤️
😢
13