زابل پوهنتون - Zabul University
February 1, 2025 at 08:26 AM
د پوهنتون د محصلینو، د ښوونځيو او مدارسو د زده کوونکو تر منځ تقريري سيالۍ ترسره شوي.
په زابل کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت، پوهنې، حج او اوقاف، آمر بالمعروف ریاستونو او د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې سره په همغږي، د امیر اطاعت، نبوي سیرت او سیکولریزم پېژندنه تر عنوان لاندې دوه ورځنۍ د تقریرونو سیالۍ تیره چهارشنبه د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې تر سره شوي.
د تقريري سياليو د پايلو د اعلان غونډه د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې نيول شوې وه، چې په کې د اطلاعات او فرهنګ، پوهنې، حج اوقاف، ام.ر بالمعروف، ابياری رياستونو رئيسانو او ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوه رئیس او استادانو، د ام.ارت.ي ادارو آمريتونو آمرينو د ولايت مقام وياند، استادانو، د مدارسو او ښوونځيو زده کوونکو، د پوهنتون محصلینو او عامو خلګو برخه اخيستې وه.
په دغو سیالیو کې د پوهنتون، مدارسو او ښوونځيو ۳۰ تنو محصلینو/ زده کوونکو برخه اخيستې وه، چې تر شپږم مقام پوري خاصي او پاتي نورو مقامونو ته عادي جايزې په نظر کې نيول شوې وې، چې په کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځی یو تن محصل نورالله نوري دوهم مقام خپل کړ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري، نوموړي محصل ته ددې لاسته راوړني مبارکي وایې او په راتلونکې کې ورته د نورو لاسته راوړونو او بریاوو دعا کوي.
نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲هــ.ق
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولنیزو رسنیو آدرسونه:
فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/profile.php?id=100092269935641...
ټویټر(ایکس) پاڼه: https://x.com/ZabulUniversity
واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaS2Ot147XeF8WAlYC1L
ویب پاڼه: https://zabu.edu.af
❤️
👍
2