زابل پوهنتون - Zabul University WhatsApp Channel

زابل پوهنتون - Zabul University

119 subscribers

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

زابل پوهنتون - Zabul University
زابل پوهنتون - Zabul University
2/11/2025, 10:51:29 AM

د پوهنځیو د رئیسانو سره ناسته ترسره شوه. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي معاونیت کې، د علمي او محصلانو چارو د مرستیال په مشرۍ د پوهنځیو د رئیسانو سره ناسته ترسره شوه. ناسته د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته د علمي چارو د مرستیال د ناستي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې د اجنډا مطابق په اړوندو موضوعاتو بحث وکړ. د ریاستونو ترمنځ همغږي، د چارو پر وخت خلاصول، د خبرو او عمل ترمنځ توافق او د راتلونکي سمیستر او کال لپاره د نویو پلانونو جوړول هغه موضوعات ول، چې په اجنډا کې مطرح شول او پرځینو موضوعاتو پریکړي وشوي. وروسته ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده. نیټه: ۱۴۴۶/۸/۱۲هـ.ق د نشراتو اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولنیزو رسنیو آدرسونه: فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/profile.php?id=100092269935641... ټویټر(ایکس) پاڼه: https://x.com/ZabulUniversity واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaS2Ot147XeF8WAlYC1L ویب پاڼه: https://zabu.edu.af

❤️ 1
Image
زابل پوهنتون - Zabul University
زابل پوهنتون - Zabul University
2/20/2025, 7:30:13 AM

د علمي شورا غونډه ترسره شوه. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د علمي شورا ناسته د مؤسسې د رئیس الحاج روح الله مشال، د علمي او محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینواو نورو آمرینو په حضور کې ترسره شوه. غونډ‌ه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته د مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د اجنډا مطابق په پیلزه کې استادانو ته په خپل مسلک کې د مقالو لیکلو اوعلمي تحقیق او د ځان، کورنۍ او ټولنې په اصلاح کولو کې په همکاري ټیګار وکړ. ورپسي د مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال په خپله وینا کې وویل، چې د مؤسسی د نظم او ډیسپلین په خاطر دې د خپل سري کارونو څخه ډډه وشئ او د محصلینو د علمي پرمختک تر څنګ تربیتي برخه هم د استادانو دنده ده، چې باید کار ورباندي وشئ. وروسته د اجنډا پر پاتې موضوعاتو تر بحث وروسته پریکړي وشوي او غونډ د دعا په کولو سره پای ته ورسیده. نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۱هــ.ق د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولنیزو رسنیو آدرسونه: فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/profile.php?id=100092269935641... ټویټر(ایکس) پاڼه: https://x.com/ZabulUniversity واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaS2Ot147XeF8WAlYC1L ویب پاڼه: https://zabu.edu.af

❤️ 1
Image
زابل پوهنتون - Zabul University
زابل پوهنتون - Zabul University
3/2/2025, 5:40:16 AM

خبرتیا!

Image
زابل پوهنتون - Zabul University
زابل پوهنتون - Zabul University
2/24/2025, 7:41:42 AM

استادانو او اداري کارمندانو ته دري ورځنی اصلاحي سمینار پیل شو. نن دوشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون، علماؤ شورا او ولایت مقام په همغږۍ د پوهتون استادانو او اداري کارمندانو ته دري ورځني اصلاحي سمینار پیل شو. سمینار د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو او ورپسي د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې مبلغ مولوي محمد اسحاق م.ج.ا.ه.د له لوري و ګډونوالو ته د دعوت پیژندنه او د دعوت ارزښت په اسلام کې اړوند معلومات وړاندي کړل. وروسته د زابل ولایت د ج.ه.ا.د.ی.ه مدرسې استاد ش.یخ القران والحدیث مولوي ضیاؤالرحمن صاحب له لوري د عصبیت او قومیت اړوند هر اړخیز معلومات و ګډونوالو ته وړاندي کړل. وروسته د دعا په کولو سره د سمینار لومړۍ ورځ پای ته ورسیده. نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۵هــ.ق د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولنیزو رسنیو آدرسونه: فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/profile.php?id=100092269935641... ټویټر(ایکس) پاڼه: https://x.com/ZabulUniversity واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaS2Ot147XeF8WAlYC1L ویب پاڼه: https://zabu.edu.af

❤️ 1
Image
زابل پوهنتون - Zabul University
زابل پوهنتون - Zabul University
2/17/2025, 10:34:12 AM

د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو په دیني، تربيوي او اصلاحي سيمینار کې ګډون وکړ. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې ۱۹ تنو محصلینو د دعوت او ارشاد آمریت اړوند مبلغ مولوي محمد اسحاق م.ج.ا هد په مشرۍ په دیني، تربيوي او اصلاحي ١٣ ورځنی سیمنار کې چې د لوړو زده‌ کړو وزارت د دعوت ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست سره په همغږۍ د کابل په پوهنتون کې جوړ شوي و، ګډون وکړ. دغه سیمنار د دیني پوهې د پیاوړتیا او د محصلانو لپاره د مثبت بدلون راوړلو په هدف جوړ شوی و، د هېواد جیدو شیوخو کرامو له لوري محصلینو ته د قران کريم او نبوي احادیثو په رڼا کې فکري، عقیدوي او اخلاقي درسونه ورکړل شول، الحَمْدُ ِلله چې د دغه دایر شوي سیمينار په ترڅ کې د محصلينو په تربيه، روحيه، رويه، اخلاقو او ټولنيز ژوندانه کې مثبت بدلون راغلی دی. د سمینار په پای کې، د سیمنار د کمیټې مشایخو استادانو او کډونوالو محصلانو د دوی د زیار او کوښښونو په لړ کې خوښي څرګنده کړه او په دې باور څرګندولو سره یې وویل چې دغه سیمنار به د محصلانو فکري او دیني پوهه لا ښه کړي او د هغوی په ژوند کې به مثبت بدلونونه راولي. نیټه: ۱۴۴۶/۸/۱۸هــ.ق د نشراتو اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولنیزو رسنیو آدرسونه: فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/profile.php?id=100092269935641... ټویټر(ایکس) پاڼه: https://x.com/ZabulUniversity واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaS2Ot147XeF8WAlYC1L ویب پاڼه: https://zabu.edu.af

Image
زابل پوهنتون - Zabul University
زابل پوهنتون - Zabul University
2/26/2025, 10:10:40 AM

استادانو او اداري کارمندانو ته دري ورځنی اصلاحي سمینار پای ته ورسیده. نن چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون، علماؤ شورا او ولایت مقام په همغږۍ د پوهتون استادانو او اداري کارمندانو ته دري ورځني اصلاحي سمینار په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسیده. یاد سمینار چې د تیرې دوشنبې په ورځ پیل شوو، په کې وتلو مشایخو او علماؤ له پلان سره سم پر بېلابېلو موضوعاتو ویناوي وکړي او نن ورستۍ ورځ په کې د علماؤ شورا څخه مفتي عزیزالله طیب و ګډونوالو ته د اسلامي نظام پر جوړښت او اسلامپال ولي د اسلامي نظام په تطبیق کې پاتي راغلي؟ اړوند معلومات وړاندي کړل. وروسته سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده. نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۷هــ.ق د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولنیزو رسنیو آدرسونه: فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/profile.php?id=100092269935641... ټویټر(ایکس) پاڼه: https://x.com/ZabulUniversity واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaS2Ot147XeF8WAlYC1L ویب پاڼه: https://zabu.edu.af

Image
زابل پوهنتون - Zabul University
زابل پوهنتون - Zabul University
2/20/2025, 6:37:02 AM

د شرعیاتو پوهنځی استاد مفتي محمد اعظم صدیقي د ژباړي اثر "قواعد التفسير" چاپ د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځی استاد مفتي محمد اعظم صدیقي یو نوی د ژباړي اثر چې د "قواعد التفسير" په نامه دی، چاپ کړی دی. دغه اثر د اسلامي تفسیر د قواعدو په اړه یو مهم علمي کار دی، چې د دې علم په اړه د لوستونکو پوهه زیاتوي، د دې کتاب چاپول د اسلامي علومو د پراختیا او د محصلانو د علمي معیارونو لوړولو په لور یو مهم ګام دی. مفتي محمد اعظم صدیقي د دې کتاب په ژباړه کې په خورا دقت او ژورې پوهې سره کار کړی دی. د "قواعد التفسير" کتاب په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې غواړي د قرآن کریم تفسیر او د دې تفسیر قواعد په غوره توګه درک کړي، خورا ګټور دی. د استاد د علمي هڅو او د دیني علومو په برخه کې د داسې اثارو جوړول د اسلامي ټولنې لپاره یو لوی خدمت دی. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځی استاد مفتي محمد اعظم صدیقي ته د دې نوي اثر چاپولو په پار مبارکي وړاندی کوو. دا کتاب نه یوازې د علمي ټولنې لپاره بلکه د دیني پوهانو او محصلانو لپاره یو ګټور او مهم وسیله ده، چې د تفسیر علم ته یې نوې لار هواروي. د استاد صدیقي دغه علمي لاسته راوړنه د ټولنې لپاره یو ستر خدمت دی. نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۱هــ.ق د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

❤️ 1
Image
زابل پوهنتون - Zabul University
زابل پوهنتون - Zabul University
2/12/2025, 7:00:39 AM

د تدریسي مدیریت اړوند مسؤلیتونه تر نامه لاندې دوه ورځني سمینار وړاندي شو. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼې پوهنځی په تدریسي عمومي مديريت کې د کرهڼې پوهنځی تدریسي مدیر سيد حبيب سعيد له لوري د مؤسسې د پوهنځیو و تدریسي مدایرانو ته د تدریسي مدیریت اړوند مسؤلیتونو تر نامه لاندې دوه ورځني سمینار وړاندي شو. د سمینار لومړۍ ورځ د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو پیل شوه، ورپسې د کرهڼې پوهنځی تدریسي مدیر سيد حبيب سعيد له لوري په عمومي توګه تدریسي مدایرانو ته د مختلفو فورمونو، د حاضري راپور، د بدل اعاشي راپور او کریډیټ په برخه کې هر اړخیز معلومات ورکړل شو. په د وهمه ورځ د سمینار د پاتي برخې تر وړاندي کولو او د ګډونوالو پوښتنو ته تر ځواب ویلو وروسته سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده. نیټه: ۱۴۴۶/۸/۱۳هــ.ق د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولنیزو رسنیو آدرسونه: فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/profile.php?id=100092269935641... ټویټر(ایکس) پاڼه: https://x.com/ZabulUniversity واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaS2Ot147XeF8WAlYC1L ویب پاڼه: https://zabu.edu.af

❤️ 1
Image
زابل پوهنتون - Zabul University
زابل پوهنتون - Zabul University
2/2/2025, 10:52:29 AM

خبرتیا! د ازموینې ملي اداري د خبرتیا په اساس د زابل ولایت د پوهني ریاست اړوند ښوونکو، پنځمو او شپږمو اداري بستونو ازموینې ګډونوالو ته خبر ورکول کیږئ، چې یادو بستونو ته شارت لېست کسان دې سبا دو شنبه چې د ۱۴۰۳ هــ.ش کال د سلواغې د ۱۵ سره برابره ده، د بایومیتریک لپاره او سه شنبه/چهار شنبه چې د ۱۴۰۳ هــ.ش کال د سلواغې د ۱۶/۱۷ سره برابره ده، د ازموینې لپاره د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې (زابل پوهنتون) ته تشریف راوړي. یادونې: د ازموینې حق الشمول: اداري بست (۵۰۰) افغانۍ او د ښوونکي بست (۲۰۰) افغانۍ دی. ګډونوال باید د بایومتریک او ازموینو په ورځو کې اصلي پیژندپاڼه له ځانه سره ولري. د ازموینې په ورځ د هر ډول الکترونیکي وسایلو(مبایل، ګوشکي، حساب ماشین) له راوړلو څخه ډډه وکړئ.

Image
زابل پوهنتون - Zabul University
زابل پوهنتون - Zabul University
2/9/2025, 5:42:25 AM
Image
Link copied to clipboard!