زابل پوهنتون - Zabul University
زابل پوهنتون - Zabul University
February 2, 2025 at 10:23 AM
خدماتي کارمندانو ته اصلاحي او د عامه پوهاوي سيمنار وړاندې شو. نن ورځ يکشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په عمومي مديريت کې د مؤسسې د نظم، ډسېپلين او شکاياتو اوريدلو عمومي کمېټې له لوري خدماتي کارمندانو ته اصلاحي او د عامه پوهاوي اړوند سمینار وړاندي شو. سمینار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو پیل شو، ورپسې د شرعیاتو پوهنځی د رئیس مولوي صاحب عبدالصمد سيال او پوهنيار ضياء الاسلام نوبهار له لوري په عمومي توګه خدماتي کارمندانو ته د خپلې دندې په ښه شکل د ترسره کولو، اخلاص او امانتداري برخه کې هر اړخیز، اصلاحي او عامه پوهاوي ورکړل شو. وروسته سیمنار د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده. نیټه: ۱۴۴۶/۸/۳هــ.ق د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولنیزو رسنیو آدرسونه: فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/profile.php?id=100092269935641... ټویټر(ایکس) پاڼه: https://x.com/ZabulUniversity واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaS2Ot147XeF8WAlYC1L ویب پاڼه: https://zabu.edu.af

Comments