
زابل پوهنتون - Zabul University
February 4, 2025 at 10:31 AM
اداري کارمندانو ته د اداري مراسلاتو تر نامه لاندې سمینار وړاندي شو.
نن سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په عمومي مديريت کې د شرعیاتو پوهنځي اجرائیه مدیر قدرت الله سیرت له لوري د مؤسسې و اداري کارمندانو ته اداري مراسلاتو تر نامه لاندې سمینار وړاندي شو.
لومړی سمینار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو پیل شو، ورپسې د شرعیاتو پوهنځي اجرائیه مدیر قدرت الله سیرت له لوري په عمومي توګه اداري کارمندانو ته د مکتوب، وړاندیز، استعلام، صادره او وارده، رسیدات، د دندو لایحه، د کارکونکو رخصتۍ، د کارکونکو کلنی کاري پلان او ربعوار راپور په برخه کې هر اړخیز معلومات ورکړل شو.
د ګډونوالو پوښتنو ته تر ځواب ویلو وروسته سمینار د دعا په کولو سره پای ته ورسیده.
نیټه: ۱۴۴۶/۸/۵هــ.ق
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولنیزو رسنیو آدرسونه:
فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/profile.php?id=100092269935641...
ټویټر(ایکس) پاڼه: https://x.com/ZabulUniversity
واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaS2Ot147XeF8WAlYC1L
ویب پاڼه: https://zabu.edu.af