
زابل پوهنتون - Zabul University
February 12, 2025 at 07:00 AM
د تدریسي مدیریت اړوند مسؤلیتونه تر نامه لاندې دوه ورځني سمینار وړاندي شو.
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د کرهڼې پوهنځی په تدریسي عمومي مديريت کې د کرهڼې پوهنځی تدریسي مدیر سيد حبيب سعيد له لوري د مؤسسې د پوهنځیو و تدریسي مدایرانو ته د تدریسي مدیریت اړوند مسؤلیتونو تر نامه لاندې دوه ورځني سمینار وړاندي شو.
د سمینار لومړۍ ورځ د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو پیل شوه، ورپسې د کرهڼې پوهنځی تدریسي مدیر سيد حبيب سعيد له لوري په عمومي توګه تدریسي مدایرانو ته د مختلفو فورمونو، د حاضري راپور، د بدل اعاشي راپور او کریډیټ په برخه کې هر اړخیز معلومات ورکړل شو.
په د وهمه ورځ د سمینار د پاتي برخې تر وړاندي کولو او د ګډونوالو پوښتنو ته تر ځواب ویلو وروسته سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.
نیټه: ۱۴۴۶/۸/۱۳هــ.ق
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولنیزو رسنیو آدرسونه:
فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/profile.php?id=100092269935641...
ټویټر(ایکس) پاڼه: https://x.com/ZabulUniversity
واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaS2Ot147XeF8WAlYC1L
ویب پاڼه: https://zabu.edu.af
❤️
1