زابل پوهنتون - Zabul University
زابل پوهنتون - Zabul University
February 17, 2025 at 10:34 AM
د میرویس خان نیکه زابل لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو په دیني، تربيوي او اصلاحي سيمینار کې ګډون وکړ. د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې ۱۹ تنو محصلینو د دعوت او ارشاد آمریت اړوند مبلغ مولوي محمد اسحاق م.ج.ا هد په مشرۍ په دیني، تربيوي او اصلاحي ١٣ ورځنی سیمنار کې چې د لوړو زده‌ کړو وزارت د دعوت ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست سره په همغږۍ د کابل په پوهنتون کې جوړ شوي و، ګډون وکړ. دغه سیمنار د دیني پوهې د پیاوړتیا او د محصلانو لپاره د مثبت بدلون راوړلو په هدف جوړ شوی و، د هېواد جیدو شیوخو کرامو له لوري محصلینو ته د قران کريم او نبوي احادیثو په رڼا کې فکري، عقیدوي او اخلاقي درسونه ورکړل شول، الحَمْدُ ِلله چې د دغه دایر شوي سیمينار په ترڅ کې د محصلينو په تربيه، روحيه، رويه، اخلاقو او ټولنيز ژوندانه کې مثبت بدلون راغلی دی. د سمینار په پای کې، د سیمنار د کمیټې مشایخو استادانو او کډونوالو محصلانو د دوی د زیار او کوښښونو په لړ کې خوښي څرګنده کړه او په دې باور څرګندولو سره یې وویل چې دغه سیمنار به د محصلانو فکري او دیني پوهه لا ښه کړي او د هغوی په ژوند کې به مثبت بدلونونه راولي. نیټه: ۱۴۴۶/۸/۱۸هــ.ق د نشراتو اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولنیزو رسنیو آدرسونه: فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/profile.php?id=100092269935641... ټویټر(ایکس) پاڼه: https://x.com/ZabulUniversity واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaS2Ot147XeF8WAlYC1L ویب پاڼه: https://zabu.edu.af

Comments