
زابل پوهنتون - Zabul University
February 20, 2025 at 07:30 AM
د علمي شورا غونډه ترسره شوه.
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د علمي شورا ناسته د مؤسسې د رئیس الحاج روح الله مشال، د علمي او محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینواو نورو آمرینو په حضور کې ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته د مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د اجنډا مطابق په پیلزه کې استادانو ته په خپل مسلک کې د مقالو لیکلو اوعلمي تحقیق او د ځان، کورنۍ او ټولنې په اصلاح کولو کې په همکاري ټیګار وکړ.
ورپسي د مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال په خپله وینا کې وویل، چې د مؤسسی د نظم او ډیسپلین په خاطر دې د خپل سري کارونو څخه ډډه وشئ او د محصلینو د علمي پرمختک تر څنګ تربیتي برخه هم د استادانو دنده ده، چې باید کار ورباندي وشئ.
وروسته د اجنډا پر پاتې موضوعاتو تر بحث وروسته پریکړي وشوي او غونډ د دعا په کولو سره پای ته ورسیده.
نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۱هــ.ق
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولنیزو رسنیو آدرسونه:
فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/profile.php?id=100092269935641...
ټویټر(ایکس) پاڼه: https://x.com/ZabulUniversity
واټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaS2Ot147XeF8WAlYC1L
ویب پاڼه: https://zabu.edu.af
❤️
1