
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 25, 2025 at 09:50 AM
*د بست او ایمیرجنسي روغتونونو څخه لیدنه وسوه*
تېره ورځ ماښام د هلمند دعامي روغتیا رئیس الحاج قاري مولوي فضلي احمد شفیع الله د عامي روغتیا ریاست دسرویلانس ولایتي مسؤول ډاکتر احمد خان ویاړ په ملتیا د بست ولايتي او ایمیرجنسي روغتونونو څخه لیدنه وکړل.
د یادي لیدني پرمهال یې د روغتونونو د ټولو څانګو تر څنګ دساری ناروغیو د ناروغانو سره ولیدل ،د ناروغانو ستونزي غوښتني یې له ځان سره یاداښت کړې چي د حل په موخه به ډېر ژر له مربوطه مسؤولینو سره شریکي سي.
تر څنګ یې د یادو روغتونونو روغتیاپالانو ته لازمي سپارښتني وسوې تر څو د روغتیا په برخه کي له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او په ښه ډول ورته روغتیایي خدمات وړاندي کړي.
همدا راز یې د ایمیرجنسي روغتون له مسؤولینو سره پر روغتیایي خدماتو آسانتیاوو مسلسلي خبري وکړې او د لا همکارۍ غوښتنه يې ترې وکړل، د ایمرجنسي روغتون مسؤولینو د عامي روغتیا رئیس الحاج قاري مولوي فضلي احمد شفیع الله صاحب ته د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.
١٤٤٦/٨/٢٦هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.