هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز WhatsApp Channel

هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز

343 subscribers

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
6/21/2025, 8:59:58 AM

*باباجي ولسوالۍ کي د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول په موخه څارنه ترسره سوه:* په باباجي ولسوالۍ کي د ولایت مقام صنعت او سوداګرۍ ریاست په هدایت د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول جوړي سوي کمېټې ددغه ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي دتېلو پمپونو درملتونو او یوشمېر هټیو څخه څارنه وکړه. دغه کمېټه کي چي د ولسوالۍ مقام یې په په لومړي سر کي قرار لري تر څنګ یې امنیه قومانداني،استخباراتو،امربا المعروف،عامي روغتیا او ښاروالۍ مسؤولین ګډون درلود. مسؤولین زیاتوي چي د یادي کمېټې د جوړېدو موخه داحتکار مخنیوی او نرخونو کنټرول دی؛ یادي کمېټې دباباجي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي د تېلو پمپونو څخه د څارني تر څنګ د یو شمېر هټیو څخه هم څارنه وکړه. د مسؤولینو په خبره چي تېلو پمپونو او هټیوالو ته سپارښتنه وسوه تر څو د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د ټاکل سوي نرخمنامې مطابق پلور وکړي. یادونی وړده چي یادي کمېټې ددغه ولسوالۍ په مېله ځایونو او نورو سیمو کي هم ورته څارني ترسره کړي او هغه کسان یې د قانون منګولو ته وسپارلي چي د ټاکل سوي نرخنامې څخه په لوړه بیه پلور کړی دی. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۴ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
6/21/2025, 8:59:40 AM

همداراز د یادو ټاکنو له جملې څخه د امنیه قوماندانۍ امنیتي قرارګاه ټولۍ مخکنی قوماندان ملا عبدالقدوس (معراج) د لوی لاري لومړی امنیتي کنډک قوماندان په توګه، د لوی لاري لومړی امنیتي کنډک قوماندان حافظ ملا رفیع الله (محمدي) د امنیت داخلي عمومي مدیریت د اطلاعاتو تعقیب او را ټولولو آمریت د آمر په توګه او د امنیت داخلي عمومي مدیریت د اطلاعاتو تعقیب او را ټولولو آمریت مخکنی آمر ملا عبدالولي (حاجي بلال) د امنیه قوماندانۍ امنیتي قرارګاه ټولۍ د قوماندان په توګه وټاکل سو. په ورسپارل سویو مسؤلیتونو کي ورته د الله تعالیٰ جل جلاله له لوري د ښه خدمت کولو غوښتونکي يو.

هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
6/21/2025, 6:44:32 PM

*د معیوبو مجاهدینو لپاره خبرتیا!* دهلمند امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کي لیکي: د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اړوند د هلمند ولایت ټولو مجاهدینو ته خبر ور کول کیږي هغه مجاهدین چي پښې یې تر زنګون لاندي قطع سوي وي د کورنیو چارو وزارت اړوند په ٣٠٠/درې سوه بستریز روغتون کي مصنوعي پښې ورته پیوند کیږي چي د معیوب مجاهدینو ستونزي به تر زیاتي اندازې پوري حل کړل سي. د هلمند امنیه قوماندانۍ د ٢٠/شل بستریز روغتون آمریت چي په مرکز لښکرګاه کي موقعيت لري ټول مجاهدین چي د یادي ستونزي سره مخ دي نو ژر تر ژره دي په نوموړي شل بستریز روغتون کي نوم لیکنه وکړي. نېټه:١٤٤٦/١٢/٢٤ هـ ق. هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
6/21/2025, 11:58:48 AM

*دمرستي په موخه:* یو ناروغ د لښکرګاه ولایتي بست روغتون کي o- اومنفي ویني ته اړتیا لري. که کوم ورور وینه ورکولای سي نو دغه یې د پایواز شمېره ده. 0704441677

هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
6/21/2025, 4:07:46 AM

*دورکي اعلان:* بشیر ولد غلام نبي چي د لښکرګاه ښار پې آرټي څنګ ته دملاعبدالسلام اخند کلي کي یې کور دی. د تېري ورځي څخه له خپل کوره نادرکه دی نو که یې هرچاته په اړه معلومات وي دغه شمېرې ته دي زنګ ووهي. ٠٧٠٧٢٤٧٩٥٣

هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
6/21/2025, 6:41:56 PM

*هلمند کي د ولایتي پرمختیایي کمېټې غونډه ترسره سوه:* نن د هلمند ولایت مقام د غونډو په تالار کي د ولایتي پرمختیایي کمېټې غونډه د ولایت مقام په مشرۍ چي د دارالانشاء چاري یې د اقتصاد ریاست په غاړه دي ترسره سوه. دغه غونډه کي ولایت مقام دفتر رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن"حذیفه"صاحب ،اقتصاد ریاست مرستیال منیراحمد"زغم"ولایت مقام پلان جوړوني او ارزوني آمر حبیب الرحمان"ممتاز"سکتوري ریاستونو مسؤولینو/ استازو او د مؤسساتو مسؤولینو ګډون درلود. په پیل کي اقتصاد ریاست مرستیال خبري وکړې، دغه ډول غونډي جوړېدل یې د کارونو چټکتیا او لا ترقۍ په برخه کي ډېري اغېزمني وبللې وې ویل: چي د مؤسساتو مسؤولین مکلف دی چي د خپلو فعالیتونو شپږ"۶" میاشتنی راپور د اقتصاد ریاست سره شریک کړي؛ښاغلي زغم وویل: مؤسساتو مسؤولین دي هیچا ته په چارو کي د مداخلې حق نه ورکوي خو سکتوري او د څارني برخي اړوند ریاستونو ته دي د څارني اجازه ورکړل سي تر څو د پروژو د تطبیق څارنه وکړي. ښاغلي زغم په نننۍ غونډه کي مؤسساتو مسؤولینو او استازو ته په اشارې وویل: موږ د اقتصاد وزارت موافقې پرته چاته په ولایتي کچه د فعالیت اجازه نه ورکوو؛وې ویل: موږ ژمن یو چي د خپلو امراو امرونه پرځای کړو او د هغوی د هدایت سره سم چاري مخته یوسو. ولایت مقام د پلان جوړوني او ارزیابۍ آمر د خپلو خبرو پر مهال وویل: دغه غونډي کي چي د کومو ستونزو یادونه کېږي باید د حل په برخه کي یې سکتوري ریاستونه او غیري امارتي ادارې په همکارۍ لاس په کار سي. نوموړي د پروژو په تطبیق، استخدام او پروژو اعلان برخو کي پر شفافیت ټینګار وکړ وې ویل: چي په ګډه باید د هېواد آبادۍ او ترقۍ لپاره کار وکړو. همدا راز په نننۍ ناسته کي د سکتوري ریاستونو رئیسانو او استازو د چیک ډېمونو/پلونو او پلچکونو جوړولو تر څنګ راستنېدونکو هېوادوالو لاسنیوي او له هغوی سره هر اړخیزه همکاري، روغتیايي ،پوهنیزي،بیا رغنیزي،ستونزي او غوښتني په یاده غونډه کي د حل په موخه شریکي کړې وې ویل: چي خلکو ته باید په منظم ډول خدمات وړاندي سي تر څو خلک مو د هوساه ژوند څخه برخمن اوسي. ورته مهال د غیري امارتي ادارو مسؤولینو د خپلي ادارو اړوند پلانونه او پرمختګونه د غونډي ګډونوالو سره شریک کړه ژمنه یې وکړه چي خلکو ته به د خلکو او ولایتي ادارې په غوښتنه خدمات وړاندي کړو. یادوني وړ ده چي د کارونو سمون،پراختیا او چټکتیا په موخه دغه ډول غونډي په تېر کي هم ترسره سوي دي. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۴ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
6/22/2025, 12:34:56 AM

*کجکي ولسوالۍ کي د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول په موخه څارنه ترسره سوه:* د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کي د ولایت مقام صنعت او سوداګرۍ ریاست په هدایت د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول جوړي سوي کمېټې ددغه ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي دتېلو پمپونو ،درملتونو او یوشمېر هټیو څخه څارنه وکړه. دغه کمېټه کي چي د ولسوالۍ مقام یې په لومړي سر کي قرار لري تر څنګ یې امنیه قومانداني،استخباراتو،امربا المعروف،عامي روغتیا او ښاروالۍ مسؤولین ګډون درلود. مسؤولین زیاتوي چي د یادي کمېټې د جوړېدو موخه داحتکار مخنیوی او نرخونو کنټرول دی؛ یادي کمېټې دکجکي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي د تېلو پمپونو څخه د څارني تر څنګ د یو شمېر هټیو څخه هم څارنه وکړه. د مسؤلینو په خبره چي تېلو پمپونو او هټیوالو ته سپارښتنه وسوه تر څو د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د ټاکل سوي نرخمنامې مطابق پلور وکړي. یادونی وړده چي یادي کمېټې ددغه ولسوالۍ په مېله ځایونو او نورو سیمو کي هم ورته څارني ترسره کړي او هغه کسان یې د قانون منګولو ته وسپارل چي د ټاکل سوي نرخنامې څخه په لوړه بیه پلور کړی دی. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
6/22/2025, 12:33:56 AM

*ناوې ولسوالۍ کي د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول په موخه څارنه ترسره سوه:* د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کي د ولایت مقام صنعت او سوداګرۍ ریاست په هدایت د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول جوړي سوي کمېټې ددغه ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي دتېلو پمپونو،ګاز فروشیو او یوشمېر هټیو څخه څارنه وکړه. دغه کمېټه کي چي ولسوالۍ مقام یې په په لومړي سر کي قرار لري تر څنګ یې امنیه قومانداني،استخباراتو،عامي روغتیا او ښاروالۍ مسؤولین ګډون لري. مسؤولین زیاتوي چي د یادي کمېټې د جوړېدو موخه احتکار مخنیوی او نرخونو کنټرول دی؛ زیاتوي چي نن یادي کمېټې د ناوې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي د تېلو پمپونو،ګازو فروشیو څخه د څارني تر څنګ د یو شمېر هټیو څخه هم څارنه وکړه. د مسؤولینو په خبره چي تېلو پمپونو او هټیوالو ته سپارښتنه وسوه تر څو د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د ټاکل سوي نرخمنامې مطابق پلور وکړي. یادوني وړ ده چي د یادي څارني په پایله کي "۴" د تېلو پمپونه د ټاکل سوي نرخنامې څخه په زیاته بیه د پلور له امله وتړل سوه. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
6/21/2025, 6:02:59 AM

*د هلمند امنیه قوماندانۍ اړوند یو شمېر ټاکني تر سره سوې:* نن ورځ شنبه، د هلمند ولايت امنيه قوماندانۍ مقام د لزوم ديد او په چارو کي د لا چټکتیا او سمون په موخه یو شمېر ټاکني تر سره سوې. د یادو ټاکنو له جملې څخه د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیریت اختطاف مخکنی آمر ملا عبدالخالق (حاجي عادل) د باباجي ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ د اداري چارو مرستیال په توګه، د باباجي ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ مخکنی د اداري چارو مرستیال مولوي شراف الدین (مولوي آغا) د جنایي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیریت اختطاف د آمر په توګه، مولوي عبدالاحد (حنفي) د جلب او جذب قوماندانۍ د ټولۍ محل تجمع مخکنی قوماندان د تامیناتي چارو معاونیت لوژستیک مدیریت د پلان آمر په توګه، الحاج مولوي عزیز الله (محسن) د ګرمسېر ولسوالۍ مخکنی قوماندان د جلب او جذب قوماندانۍ د ټولۍ محل تجمع قوماندان په توګه، الحاج ملا محمد رحیم (حسین) د شپږمي امنیتي حوزې د اداري او تامیناتي چارو مرستیال په توګه، ملا قدرت الله (کامران) د جلب او جذب محل تجمع مخکنی اداري مرستیال د جلب او جذب محل تجمع قوماندانۍ د بلوک قوماندان په توګه، عبدالستار (سیرت) د جلب او جذب قوماندانۍ د پلان او اوپراسیون مخکنی آمر د امنیه قوماندانۍ د قرارګاه ټولۍ قوماندانۍ د دلګۍ د قوماندان په توګه، غلام محمد (حماس) د شپږمي امنیتي حوزې مخکنی اداري او تامیناتي چارو مرستیال د جلب او جذب قوماندانۍ د پرسونل د مواظبو د مسئول په توګه او محترم محمد یونس جلال د مخابرې مدیریت مخکنی مرستیال د جنایي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیریت د تحلیل او ارزیابي د مدیر په توګه وټاکل سوه. دامنیه قوماندانۍ ویاند ملاعزت الله حقاني وایي:ټاکل سوي کسان اړوند مسئولیتونو ته د یو لړ مراسمو پر مهال معرفي کړل سوه چي پر مهال یې د هلمند امنیه قوماندانۍ اداري چارو مرستیال الحاج مولوي اکرام الدین بصیري صاحب، د امنیت داخلي عمومي مدیریت مدیر الحاج ملا عبدالمجید منصوریار صاحب او یو شمېر نورو مسئولینو حضور درلود. د یاد معرفت پر مهال د مسئولینو له لوري تغیر او تبدیل د نظام یو اصل یاد کړل سو او په چارو کي یې تغیرات او ټاکني د مشرانو حکمت او مصلحت وباله. نېټه: ۱۴۴۶/١٢/٢۴ هـ ق. هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
6/20/2025, 5:39:28 PM

*نوزاد ولسوالۍ کي د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول په موخه څارنه ترسره سوه:* په نوزاد ولسوالۍ کي د ولایت مقام صنعت او سوداګرۍ ریاست په هدایت د احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول جوړي سوي کمېټې ددغه ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي د یو شمېر هټیو څخه څارنه وکړه. دغه کمېټه کي چي ولسوالۍ مقام یې په په لومړي سر کي قرار لري تر څنګ یې امنیه قومانداني،استخباراتو،عامي روغتیا او ښاروالۍ مسؤولین ګډون لري. مسؤولین زیاتوي چي د یادي کمېټې د جوړېدو موخه احتکار مخنیوی او نرخونو کنټرول دی؛ زیاتوي چي نن دغه کمېټې د نوزاد ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي د تېلو پمپونو څخه د څارني تر څنګ د یو شمېر هټیو څخه هم څارنه وکړه. د مسؤولینو په خبره چي تېلو پمپونو او هټیوالو ته سپارښتنه وسوه تر څو د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د ټاکل سوي نرخمنامې مطابق پلور وکړي. هیره دي نه وي چي دغه کمېټه به ددغه ولسوالۍ په مېله ځایونو او نورو سیمو کي هم ورته څارني ترسره کړي او هغه کسان به د قانون منګولو ته وسپارل سي چي د ټاکل سوي نرخنامې څخه په لوړه بیه پلور کوي. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۳ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Link copied to clipboard!