هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 25, 2025 at 10:02 AM
*اړینه خبرتیا:* د هلمند ولایت د عامي روغتیا رئیس الحاج قاري مولوي فضلي احمد شفیع الله په لار ښوونه دعامي روغتیا ریاست اړوند د امبولانس سنټر آمریت لخوا د ښار او ولسوالیو ټولو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چي دباراني موسم په رارسېدو سره دزیات باران د ورېدو امکانات سته همدا ډول په ځینو ساحو کي دسېلابو دراوتلو امکان هم لیدل کېږي، ترڅنګ یې دکورونو دنړېدو احتمال سته که چېري تاسو د کومي جدي پېښي سره مخ کېږئ او طبي مرستي ته اړتیا ولرئ، ژر تر ژره زموږ د امبولانس سنټر د آمریت مسؤولینو سره په لاندي شمېرو اړیکي ونیسئ ترڅو پر وخت د زیان مخنیوی وسي. د امبولانس سنټر آمر حاجي امین صاحب اړیکو شماره 0703288550 اړیکو شماره 0748219598 هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments