هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 25, 2025 at 10:42 AM
*د ۲۱۵ عزم قول اردو مجاهدينو په سيلابونو کي بند پاتي هيواد وال وژغورل.:* د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي چي ددې قول اردو اړوند د دوهمي پلي منصوري لواء د دوهم کنډک مجاهدینو د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کي يو شمېر هېواد وال چي د سيلابونو په اوبو کي بند پاتي وه وژغورل. د يادو هېواد والو يوه عراده موټر هم چي د سيلابونو د راوتلو له امله په اوبو کي بند پاتي وه د دوهمي پلي منصوري لواء د دوهم کنډک د مجاهدینو له لوري له اوبو څخه راويستل سو. همداراز د يادې لواء د څلورم حمايه کنډک مجاهدینو د هلمند ولايت د موسی قلعه ولسوالي د نوزاد رود په ساحه کي دعامو هيواد والو يوه عراده موټر چي د سيلابونو په اوبو کي بند پاتي وه ژغورلی دی. نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۶ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments