هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 25, 2025 at 01:04 PM
*په هلمند پوهنتون کي د یو شمېر دیني مدارسو استادانو ته د څېړني مېتودولوژۍ څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد* په هلمند پوهنتون کي د دیني مدارسو استادانو ته په حنفي فقهي کي د څېړني میتودولوژۍ څلور ورځنی سیمنار پای ته ورسېد. دغه سیمنار چي د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا آمریت د غونډو په مرکز کي ترتیب سوی وو، په کښې د هلمند ولایت د یو شمېر دیني مدارسو څخه لسګونو استادانو ګډون درلود. د سمینار استادان د مسلکي پرمختیا آمر مولوي عبدالحمید هلمندی او د شرعیاتو پوهنځي استاد دوکتور مولوي نقیب الله ثاقب وو، چي دواړو د څېړنیزو مېتودونو پر پېژندني، اساسي اصولو او مرحلو سربېره په حنفي فقه کي د څېړني پر ارزښت، مېتودولوژۍ او تطبیق هر اړخیز بحثونه وکړل او دغه راز یې د فقهي شخصیت ، د فقهي جزئې ، د قلمي اثارو او پر فقهي موضوعاتو د څېړنیزو مېتودونو د اصولو او مرحلو تطبیق په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل. باید وویل سي، چي دا لومړی ځل دی چي هلمند پوهنتون د څېړني په برخه کي د دیني مدارسو و منسوبینو ته علمي سمینارونه وړاندي کوي، د هلمند پوهنتون رهبري عزم لري چي د ورته سمینارونو لړۍ د هلمند تر ټولو مدارسو پوري و غځوي، چي په وینا یې د دا ډول روزنیزو سمینارونو دوام به د دیني مدارسو استادان د عصري څېړنیزو معیارونو سره بشپړ اشنا کړي، چي له مخي به یې د همدې اصولو او معیارونو په رڼا کي د اسلامي علومو پراختیا ته وده ورکړي. نېټه: ۲۶/۸/۱۴۴۶ هـ ق کال هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments