هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 25, 2025 at 02:02 PM
*خانشین مرکزي بازار کي د ښاروالۍ په انکشافي بودیجه د "۷۵" متره په طول چرۍ او دوه"۲" پولچکه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه:* د هلمند خانشین ولسوالۍ د ښاروالۍ په انکشافي بودیجه د څه باندي یوسل او یو دېرش زره"۱۳۱۰۰۰" افغانیو په لګښت د "۷۵" متره په اوږدوالي چرۍ او دوه"۲" پولچکه د اسحاق خیرخواه رحیمي سرک سازۍ شرکت لخوا بشپړ او نن ګټي اخیستني ته وسپارل سوه. د پرانیستي په دغه مراسمو کي د ولسوالۍ نماینده جنابي مولوي صاحب،دکلیوبیارغوني او پراختیا مسوول ډاکتر مولوي صاحب،داستخباراتو نماینده مشر مولوي صاحب،ښاروال حاجي رئیس صاحب او ګڼ شمېر نورو مسوولینو حضور درلود. ولسي خلګو او هټیوالو د ښاروالۍ له دغه خدمت څخه مننه وکړه او دایې د ښار د نظافت،سهولت او ښاري نظم په برخه کي ګټور ګام وګڼی او په راتلونکي کي یې هم د نورو دغه ډول عام المنفعه پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه. نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۶ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments