هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 25, 2025 at 02:54 PM
*د عامي روغتیا ریاست د همږغۍ او همغړیتوب میاشتنۍ غونډه ترسره سوه:* نن سې شنبه د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست د همږغۍ او همغړیتوب غونډه ددې ریاست د رئیس الحاج قاري مولوي فضلي احمد شفیع الله په مشرۍ ترسره سوه. لومړیو کي غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل سوه ، ورپسې د عامي روغتیا رئیس الحاج قاري فضلي احمد شفیع الله ټولو ګډونوالو ته تر ښه راغلاست وروسته د روغتیا ریاست پر عمده لاسته راوړنو ، ستونزو ، باکیفیته خدماتو ، عامه پوهاوي او خلګو ته د روغتیا په برخه کي پر اسانتیاوو مهمي خبري وکړې. همداراز ده وویل د مؤسساتو مسؤولین دي خپل ټول خالي بستونه د عامي روغتیا ریاست سره په همږغۍ اعلان او ژر تر ژره دي وړ اشخاص استخدام کړي، همدارنګه د خپلو روغتیایي مراکزو روغتیایي خدمات ګړندي کړي تر څو خلګو ته د روغتیا په برخه کي اسانتیا برابره سي ، په ورته وخت کي یې مسؤولینو څخه وغوښتل چي ټولو روغتیایي مراکزو ته درمل او طبي تجهیزات ولېږل سي تر څو خلګو ته بشپړ روغتیایي خدمات وړاندي سي. په غونډه کي د تېري میاشتي د فعالیتونو راپور د عامي روغتیا ریاست مالي او اداري مدیر ډاکټر ممتاز احمد وړاندي کړ د هلمند پر روغتیایي حالت اساسي بحث وسو، پرتې ستونزي وڅېړل سوې او د نوښتونو په اړه يې یادونه وسوه. هېره دي نه وي چي دا غونډه په هره میاشت کي یو ځل دایریږي چي د هلمند د روغتیا اساسي کارکوونکو ترڅنګ د یو شمېر نورو ارګانونو غړي هم ګډون کوي او د ولایت په کچه د روغتيا اړوند ستونزي، غوښتني او نوښتونه څېړل کيږي تر څنګ يې راپور وزارت ته لېږل کیږي او پر وخت اجراات ورباندي کيږي. وروسته یاده غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېدل. نېټه: ۱۴۴۶/٨/٢٦ه_.ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments