هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 25, 2025 at 02:55 PM
*د ۲۱۵ عزم قول اردو مجاهدینو په سيلابونو کي بند هيواد والو ته پروخت رسیده ګي وکړه.:* د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي څانګه وایي چي د یاد قول اردو مجاهدینو د کابل کندهار پرلويه لار د ښوراب او ګرشک تر منځ ساحه کي د عامو هیوادوالو يوه عراده موټر چي د سيلابونو په اوبو کي بند پاتي ؤ، له اوبو څخه راوايستل. د يادي پېښي ځای ته د ۲۱۵ عزم قول اردو د مخابراتو مديريت مرستيال الحاج حافظ روزی خان عزت او پرسونل پروخت رسیده ګي وکړه او د شته امکاناتو پرمټ يي ياد هيواد وال وژغورل. نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۶ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments