هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 25, 2025 at 02:55 PM
*د هلمند ولایت کرني رئیس د کرني ، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سره وکتل* نن ورځ د هلمند ولایت کرني ، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج صاحب کابل ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي ، د کرني ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاؤ الله عمري صاحب سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل. په دغه کتنه کي د هلمند ولایت کرني ، اوبولګولو اومالدارۍ رئیس د ١٤٠٣ لمریز کال په جریان کي په دې ولایت کي د انکشافي پروژو د تطبیق ، د زراعت په اړه د وروستیو لاسته راوړنو ، د خصوصي سکتور په برخه کي د پر مختګونو ، د امارتي مځکو د غصب مخنیوي ، د کرني سکتور د ودي او پراختیا او ګڼو نورو اړینو موضوعاتو په اړه کرني وزیر صاحب ته خپل راپور وړاندي کړ. همدارنګه ښاغلي وهاج مولوي صاحب د کرني وزیر صاحب سره د یادي لیدني پر مهال د هلمند ولایت لپاره د راتلونکي ١٤٠٤ لمریز کال لپاره د پراختیایي او عادي پلان چي څه موده وړاندي د کرني وزارت مقام ته سپارل سوی دی د منظورۍ غوښتنه وکړه ، هغه همدارنګه د هلمند ولایت لپاره د مهمو او بنیادي پروژو د منظورولو او د زراعتي بنسټونو د قوي کولو په موخه د کرني وزیر صاحب ته ځانګړي پیشنهادونه وړاندي کړل. د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاؤ الله عمري صاحب د هلمند کرني رئیس سره د خبرو پر مهال په دې ولایت کي د کرني او مالدارۍ په برخه کي وروستۍ هڅي او لاسته راوړني وستایلې ، هغه ژمنه وکړه چي په یاد ولایت کي به د کرني او مالدارۍ د ودي او د خلکو د اقتصاد د لوړولو په برخه کي ځانګړې پاملرنه وکړي. کرني وزیر صاحب دارنګه هلمند د زراعت له پلوه مهم او د اقتصادي ارزښت وړ وباله او وې ویل چې هڅه به وکړي تر څو ددې ولایت د زراعت او مالدارۍ په برخه کي مهمي او پایداره پروژې پلي کړي. د یادولو وړ ده چي د هلمند ولایت کرني رئیس په یوه رسمي سفر کابل ته تللی دی چې هلته یې ددې ولایت د کرني سکتور پیاوړتیا په موخه دکرني وزیر صاحب ترڅنګ له ګڼو نورو مسؤولینو او مشرانو سره هم لیده کاته ترسره کړي تر څو دې ولایت ته د مسؤولینو پاملرنه لا زیاته سي. نېټه: ٢٦ / ٨/ ۱۴۴۶ هـ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments