هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 25, 2025 at 03:05 PM
*دهلمند ولایت مقام کارکوونکو چارو ریاست او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر د امارتي ادارو "۳۹" تنه کارکوونکو چارو مسوولینو سره غونډه وکړه:*
نن د هلمند اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر تالار کي د یاد دفتر رئیس الحاج مولوي سیدجلال الدین اغا صاحب د ولایت مقام د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمر مولوي محمدقاسم حنفي صاحب په شتون کي د امارتي ادارو د "۳۹" تنه کارکوونکو چارو مسوولینو سره غونډه وکړه.
په دې غونډه کي د کلني پلان سره سم د ریاستونو د رئیسانو،آمرینو،مدیرانو او مامورینو د ارزیابۍ په اړه بحث وسو.
د ارزیابۍ نوعیت،کیفیت،کړني او معلومات واضح سوه او په دې اړه هراړخیز معلومات وړاندي سوه.
نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۶ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.