
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 25, 2025 at 04:28 PM
*د ۲۱۵ عزم قول اردو مجاهدینو د سېلابونو په اوبو کي پاته ولسي وګړي وژغورل:*
د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي څانګه کاږي چي د یادي قول اردو د دوهمې پلي منصوري لواء د دوهم کنډک مجاهدینو د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کي د عامو هېوادوالو هغه موټر چي د راغلو سېلابونو له امله په اوبو کي بند پاتي ؤ وژغوری.
بايد وويل سي چي د ۱۲۵ عزم قول اردو ټول منسوبین هڅه کوي چي د هرډول طبعي پېښو پروخت د هېواد والو خدمت ته ځانونه ورسوي.
نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۶ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.