هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 25, 2025 at 04:29 PM
*دګرشک ولسوال د یوپلاوي په مشرۍ د روغتون څخه لیدنه وکړه او د بېلابېلو سیمو د خلګوستونزي یې واورېدلې:*
نن د هلمند ګرشک ولسوالۍ ولسوال الحاج شرافت صاحب په داسي حال کي چي د یادي ولسوالۍ ښاروال تائب حاجي صاحب یې هم ملتیا کول د ګرشک ولسوالۍ له عمومي روغتون څخه لیدنه وکړه او دباران د هغه اوبو د مخنیوي لپاره یې کاري ټیم وګماری چي د یاد روغتون احاطې ته نږدې سوي وې.
همدا راز دوی د ښار د یوشمېر سیمو څخه هم لیدنه وکړه،د خلګو ستونزي یې واورېدې او د حل په موخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۶ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.