هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
February 26, 2025 at 07:02 AM
*د داوطلبۍ خبرتيا!* دهلمند مستوفیت په پلان کي لري چي خپل اړوند مازاد ملکیت یو "٩"بابه رهایشي نمرې د ازادي داوطلبۍ له لاري د درې"۳" کلونو لپاره د مالیې وزرات دولتي املاکو د طرزالعمل مطابق په قرار داد ورکړي. هغه حقیقي،حکمي او انفرادي اشخاص چي غواړي د یاد ملکیت په داوطلبۍ کي ګډون وکړي خپل غوښتنلیکونه دي د اعلان له نېټې څخه د یویشت"۲۱"ورځو په جریان کي د ۱۴۴۶/۹/۱۶ ڼېټې پوري د هلمند ولایت مستوفیت دولتي ملکیتونو د ساتني او څارني لوی مدیریت ته وسپاري. د داوطلبۍ او افر کشایي غونډه په ۱۴۴۶/۹/۱۷نېټه د سهار لس بجې د هلمند مستوفیت دولتي ملکیتونو د ساتني او څارني لوی مدیریت کي ترسره کېږي. نوټ: د شرطپاڼي د تسلیميدو سره تضمین نغدي اخیستل کېږي. نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۷ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments